د بادغيس ولايت له استازو سره دکرنې وزير په کتنه کې دکرنې او طبيعي سرچينو پر پراختيا خبرې اترې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۸:۲۲
د بادغيس ولايت له استازو سره دکرنې وزير په کتنه کې دکرنې او طبيعي سرچينو پر پراختيا خبرې اترې

۲سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفترکې په ولسي جرګه کې دبادغيس دخلکو له استازو سره وکتل. په دې ليدنه کې د ضیاءالدین اکازی ترڅنګ په ولسي جرګه کې دبادغيس دخلکو استازي، عبدالبصیر عثماني، امیرشاه نایب‌زاده او استاد فریده بیگ‌زاد او دکرنې وزارت دپروژو چارواکو شتون درلود.
په دې ليدنه کې د بادغيس دخلکو استازو وويل، چې بادغيس يو کرنيز ولايت دی، خو دپستې د ودې او پالنې لپاره تر ټولو غوره زمينه لري.
دوی په دې ولايت کې دپستې دبڼونو جوړولو د زياتوالي او دپستې دپروسس دمرکزونو دجوړولو غوښتنه وکړه.
په ټولو ولسواليو کې دکرنيزو پروژو انډوليزه پلي کېدل، دبادغيس دخلکو د استازو نورې غوښتنې وې. دبادغيس دخلکو استازو وويل، چې دکرنيزو پروژو دپلي کېدا په پار هر اړخيزو همکاريو ته چمتو دي او غواړي چې دا پروژې په داسې توګه پلي شي، چې په کې ټولنيز عدالت رعايت شي.
د کرنې وزارت د پروژو چارواکو په دې غونډه کې د بادغيس په ولايت کې د ۱۳۹۹يم کال دفعاليتونو او د ۱۴۰۰ ام کال د برنامو په هکله مالومات وړاندې کړل.
دکرنې وزارت دپروژو چارواکو وويل، چې په ۱۳۹۹يم مالي کال کې دشنوخونو او ګلخونو جوړولو او اصلاح شويو تخمونو د وېش ترڅنګ يو شمېر نورې پروژې هم پلي کړي دي.
کرنې وزارت د ۱۳۹۹ يم مالي کال په ترڅ کې د بادغيس  ولايت په ټولو سيمو کې ۲۵۴زېرمتونونه، دمڼو پنځه سړې خونې، د پيازو ۹۵زېرمتونونه او ۴۰ مميز خونې جوړې کړي دي.
دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا دپستې څه باندې اووه زره جريبه بڼونه جوړېدل د بادغيس په ولايت کې دکرنې وزارت نورې کړنې دي.
دغه راز په ۱۴۰۰ ام مالي کال کې دکرنې وزارت دکرنې دودې او کليوالي پراختيا پروژې «CBARD» له لارې د بادغيس په څلورو ولسواليو کې ۱۲۰ سوداګريزې ګلخونې او دغه راز ۸۰۰ جريبه سوداګريز بڼونه جوړوي.
همداراز په ۱۴۰۰ کال کې دکرنې وزارت دطبيعي سرچينو لوی رياست له لارې په بادغيس کې دپستې اووه زره جريبه ځنګلونه بيارغول کېږي. په ورته وخت کې دطبیعي سرچينو او څړځايونو د تنظيم په برخه کې هم کړنې په پام کې دي چې عملي کېږي.
ددې غونډې په پای کې دکرنې وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل، زموږ هلې ځلې دادي چې ډېرې پروژې پلي شي. هلې ځلې کوو او زمينې برابروو چې، ټول ډونران او پروژې په کرنيزو برخوکې پانګونه وکړي او ددې سکټورونو د ودې لامل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا په پار چرګان او د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست په ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۸
Background image

د هلمند موسی قلعه ولسوالی کې ۵۰ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند تجهیزات ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د موسی قلعه ولسوالی د کرنیز ترویج عمومي مدیریت اړوند د مالدارۍ د ترویج او حیواني روغتیا مدیریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ آمریت د مسلکي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، روان کال له کندهار ولایت. . .

بازگشت