د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو شرکتونو د پام وړ له دروېشتم کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۵:۱۰

د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو شرکتونو د پام وړ

له دروېشتم کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!

ټاکل شوې ده، چې د کرنیزو توکو دروېشتم نندارتون د لومړي ځل لپاره د اوړي په موسم کې د ۱۳۹۸ یم کال د زمري د میاشتې له ۱۵ تر ۱۷ مې نېټې پورې، چې د ۲۰۱۹ ام زیږدیز کال د آکسټ له ۰۶-۰۸ نېټې سره سمون خوري د درېوو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي ، پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او کلتوري سرګرمیانې نندارې ته وړاندي کیږي.
همداراز باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې د همغږۍ، متقابلې همکارۍ، د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې تړونونو لاسلیکولو او اعلانونو ته په پراخه کچه زمینې برابریږي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کیږي، چې د نورو نندارتونونو په څېر د دوی باکیفیته توکو ته د بازار موندنې په موخه په دروېشتم کرنیز نندارتون کې هم ننداریزې غرفې په پام کې نیول شوي دي. تاسو کولای شئ، چې د غرفو د تر لاسه کولو په پار سر له ننه د زمري تر ۱۰ مې نېتې پورې په لاندې شمېرې او برېښنالیک اړیکه ونیسئ:
یادونه: غوښتنې مو د ۱۳۹۸ یم کال د زمري له ۱۰ مې نېټې څخه وروسته نه منل کیږي.
۰۷۸۱۹۸۰۱۸۰ / ۰۷۴۴۳۷۱۷۵۷ 
agfair@mail.gov.af
د یادونې وړ ده، کومې غرفې چې په چارت کې په مشرحه توګه تشریح شوي دي؛ د کرنیز نندارتون تر پایه د درېوو وروځو لپاره د شرکتونو، پروژو، کوپراتیفونو، ټولنو، د کرنې اولاسي صنایعو اتحادیې او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړونده ریاستونو په واک کې ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت