ربیس یا د لیوني سپي ناروغي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۱۴:۱۷

 

دهقان (بزګر) اوونیزه

راټول کړئ:

ډاکټر حامد نوروز،

ربیس یا د لیوني سپي ناروغي

د حیواني روغتیا د اخبار وړ حیواني ناروغیو سره د مبارزې مدیر

د ربیس یا لیوني سپي ناروغي درې تر څلور زره کاله مخینه لري. ابوعلي سینا، دا ناروغي له اوبو څخه ډار ترعنوان لاندې معرفي کړئ دی. د لیوني سپي ناروغي په نړۍ کې تر ټولو پخوانی ناروغي پېژندل شوی دی. په پخواني یونان کې د ربیس ویی «کلمه» د «لزا او یالټا» په نومونو چې د لیونتوب مانا ورکوي کارول شوی دی. د ربیس لاتین ویی د سانسکریټ له پخواني ویی «Rabhas» چې د «تاوتریخوالی» مانا لري اخیستل شوی دی. د لیوني سپي ناروغي یوه ساري ویروسي او زنوز (د انسانانو او حیواناتو ترمنځ ګډه) ناروغي ده، چې د حاد مغزي التهاب لامل کیږي. دا ناروغي په ټولو ګرم وینې لرونکو حیواناتو له ډلې انسانانو کولای شي، چې ناروغي رامنځته کړي. ویروس ددې ناورغي د اخته حیوان د خولې د لاړو د انسان د داړل شوي ځای له لارې بدن ته ننوځي، په عضلاتو کې د آخري عصابو خواته ځي او تکثیر پیلوي. د مبتلا کېدو په صورت کې مړینه حتمي خبره ده، د تاریخ په اوږدو کې یوازې شپږ کسان له دې ناروغي روغ وتلي دي. په ۲۰۰۴ ام کال کې د امریکا متحده ایالاتو په ویسکانسین کې د لیوني سپي له ناورغي څخه د یوې۱۵ کلنې انجلۍ رغېدل لومړنۍ پېښه ده، چې راپور شوې ده. د حیواني روغتیا نړوال سازمان وایي: « د ربیس ناروغي له امله هرکال تر ۷۰ زره ماشومان مړه کیږي

په هغه راپور کې، چې په ۲۰۱۵ام کال کې د «د ربیس پر وړاندې نړواله ټولنه» خپره کړې ده، ښيي چې په نړۍ کې دکال ۵۹ زره کسان د سپیو د داړلو له مله په دې ناروغي اخته او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خپرېدل«شیوع»

په ۲۰۱۰ام کال کې نږدې ۲۶ زره کسانو ددې ناروغي له امله مړه شوي دي. په داسې حال کې چې په ۱۹۹۰یم کال کې دا شمېره دوه چنده یعني ۵۵ زره(۳۱ زره یې په آسیا او ۲۴ زره یې په افریقا) کې وه. په ۲۰۱۵ام کال کې اعلان شو چې ددې ناروغي له امله څه باندې ۵۹ زره کسان مړه شوي دي. په نړۍ کې ډېرشمېر پرمختللي هېوادونه په سپیو کې یاده ناروغي له منځه وړي دي. خو مخ پر ودې هېوادونو کې لاهم دا ناروغي په کورنیو سپیو کې شتون لري. «د ربیس پر وړاندې د نړیوالې ټولنې» راپور وایي، چې دورځې نږدې ۱۶۰ کسان ددې ناروغي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ۶۰ سلنه یې په آسیا او ۳۶ سلنه یې په افریقا کې رامنځته کیږي. د ربیس ناروغي ۳۵ سلنه یوازې په هند کې رامنځته کیږي، چې د نړۍ په کچه له هر هېواد څخه ډېر دی. د نړۍ په کچه په انسانانو کې ربیس ناروغي څه باندې ۹۹ سلنه د سپیو له لارې لېږدول کیږي خو په امریکا کې ډېری موارد یې په انسانانو کې د ښاپېرلک یا د خفاشونو له لارې لېږدول کیږي او د سپیو له لارې یوازې پنځه سله کسان په دې قاره کې په دې ناروغي اخته کیږي. دربیس ناروغي د نړۍ په نږدې ۱۵۰ هېوادونو کې شتون لري. د اروپا او اسټرالیا په ډېرو سیمو کې ددې ناروغي ویرویس یوازې په خفاشونو کې دي. په یوشمېر جزایرو کې دا ناروغي له سره شتون نه لري. نږدې ۴۰ سلنه مړه شوي کسان له ۱۵ کالو کم عمر لرونکي دي، چې د داړلو له لارې په دې ناروغي اخته شوي دي. اخته شوي ماشومان هغه ماشومان دي، چې له وېرې پرته په دې ویروس د ککړو سپیو خواتي تللي دي. له کومه ځایه چې ډېری ماشومان د سپیو په واسطه له داړلو وروسته خپل مور او پلار ته د پېښې د وضاحت ورکولو وړتیا نه لري، نړیوال روغتیایي اداره په دې اندېښنه ده، چې د مړیني دقیقه شمېره به له رسمي شمېرو څخه زیات وي.

په سویس کې

د سویس په هېواد کې ډېری کسان د ګېدړو د داړلو له لارې د لیوني سپي په ناروغي اخته کیږي. خو کارپوهانو په مړه شویو چرګانو کې د ربیس ضد ویروس درمل وکارول او په آلپ غرونو کې یې د خوشي کړل او کله چې ګېدړو دا چرګان وخوړل دا ناروغي له منځه ولاړ.

لامل

ددې ناروغي لامل د آران اي لرونکي ویروس، غیر هوازي او نوروتروپ (عصي سیسټم ته لېوالتیا لري) د ویروسونو د رابډو له ډلې او د لیزا ویروس له جنس څخه دی. د ربیس ویروس زیګ او لږمقاومت لرونکی دی او په طبیعت کې دوام نه کوي. کله چې په مرکزي عصبي سیسټم برید وکړي، تر ډېره د اخته شوي کس د مړیني لامل کیږي. یاد ویروس په ۵۰ درجې تودوخه کې په ۱۵ دقیقو کې او په ۶۰ درجې تودوخه کې په ۳۵ ثانیو او په ۱۰۰درجې تودوخه کې په څو ثانیو کې له منځه ځي، نو ښه خبره داده، چې د ددې ویروس د اخته شویو توکو د ضدعفوني کولو په پار باید یاد توکي د څو دقیقو لپاره و خوټل شي او با په فینول او الګولو ومینځل شي.

د ناروغي مخازن

ټول ګرم وینې لرونکي وحشي او اهلي حیوانات له دي ناروغي سره حساس دي. په الوتونکو کې یاده ناروغي یوازې په څېړنیزو مرکزونو کې راپور ورکړل شوي دي. الوتونکي، کبان، خزنده ګان او هغه حیوانات چې په وچه او اوبو کې ژوند کې تر ډېره په دې ناروِغي نه اخته کیږي.

تر ډېره په وحشي حیواناتو او عمدتاً په ښاپېرکو یا خفاشونو او ګيدړو کې دي. دغه راز په اهلي حیواناتو کې شېدې ورکوونکي غواوي د پام وړ اخته کیږي او په آس، وزو، وریو کې لږ تشخیصیږي. دغه راز په کورنیو حیواناتو کې تر ډېره په پشوګانو او سپیو کې دي.

د ناروغي د خپرېدا لارې

انسان ته د ربیس د ناروغي د لېږل تر ټولو مهمه لار په دې ویروس د ککړ حیوان داړل دی، چې د داړلو له لارې انسان ته د ربیس ناروغي لېږدي؛ که په دې ویروس د اخته حیوان د خولې او یا پوزې لاړې د پوستکي له ټپ او یا د بدن مخاطي عشا سره تماس پیدا کړي یاده ناروغي انسان ته لېږدي. که چېري کوم حیوان مو وداړي په هغه صورت کې ددې ناروغي د اخته کېدو شونتیا شته چې په حیوان کې یاد ویروس موجود وي او ویروس د حیوان عصبي سیسټم او د خولې لاړو سره یوځی شوی وي، دې ته په کتو هره داړل ددې مانا نه لري، چې یاده ناروغي لېږدوي خو له داړلو وروسته د درملنې او مخنیوي اقدامات اړین دي. (په ربیس اخته حیوان، لږترلږه ۱۰ ورځې ژوندي پاته کېدای شي)

مخنیوی

کوم کسان چې د دندو له امله حیواناتو سره په اړیکه کې دي لکه(دربیس د تشخیص د لابراټوار کارکوونکي، وټرنران، ښکاریان، مالداران، د چاپېریال ساتنې کارکوونکي، د مسلخونو کارکوونکي، کوم کسان چې په امنیتي ځواکونو کې د سپیو ښوونې او روزنې دنده پرغاړه لري، کوم کسان چې د څېړنو لپاره غارونو ته ورځي او په ټولیزه توګه کوم کسان، چې ددې شونتیا شته چې حیوانات یې وداړي) باید د ربیس ناروغي پر وړاندې واکسین شي. په یادو خلکو کې د ربیس ناروغي د مخنیوي په پار په دوو پړاوونو کې واکسین پلي کیږي، چې د لومړي پړاو څخه اووه ورځې وروسته بیا پلي کیږي او یاد کسان باید په هرو څلورو کلونوکې یاد واکسین ترلاسه کړي(خو په وینه کې د انتي باډې تر اندازه کولو وروسته)

درملنه

کله چې انسان د کوم حیوان په واسطه وداړل شي:

۱-باید ژر ژره ټپ په اوبو و صابون سره ۱۰-۱۵ دقیقو پورې ومینځل شي. که صابون ته لاس رسي نه وي یوازې په اوبو ومینځل شي. دا چاره د لیوني سپي د ناروغي پر وړاندې د لومړنیو مرستو یو مهم ګام دی.

۲-که چېرې ټپ رامنځته شوی وي، ټپ باید د ۷۰ سلنې الګول ایټانول یا پایوډین-آیوډین سره په بشپړه توګه پاک شي.

۳-ناروغ باید ژر تر ژره د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته ولېږل شي.

هغه فکټورونه چې د لیوني سپي د ناروغي په پرمختګ کې اغېزمن دي:

۱-د اخته کېدو ډول

۲-د داړلو شدت

۳-د لېږدوونکي حیوان ډول

۴-د ویروسونو کچه

۵-د دالړ شوي سیمې د معافیتي سیسټم څرنګوالی

۶-د داړل شوي ځای موقعیت- د سر او غاړي ټپونه او په هغو ځآیونو کې چې ډېر عصبي رېښي شتون لري په دې صورت کې لږ وخت لرو او لامل یې هم عصبي انساجو ته د ویروس نږدېوالی دی.

په سپیو کې د لیوني سپي د ناروغي نښې:

وېره، برېدګر حالت، سخت بلع، ګیج کېدل، خوله اچول او د غېرو نارملو شیانو لکه لرګي او نورشیان خوړل، غېر مستقیم او یوې خواته منډې وهل، د غږ بدلون، بد ډول عوعو کول(د غږ ویستلو توان نه لري)

د خولې په زاویو کې د لاړو زیاتوالی

په انسان کې د لیوني سپي د ناروغي نښې:

د داړل شوي برخې درد او ښارخت

تبه، کسالت، د سردرد چې له ۲-۴ ورځو دوام کوي

هایدرو فوبیا(له اوبو څخه ډار)

د غږ، رڼا او هوا نه تحمل

غوسه، تخریش او افسرده ګي

د فعالیت کموالی

د لیوني سپي ناروغي چې د لیوني سپي د کلاسیک ویروس له لارې رامنځته شي، نږدې سل په سلو کې مرګونی دی او هیڅ درمل نه لري.

ښه شوي کسان:

د تاریخ په اوږدو کې یوازې شپږ کسان له ربیس څخه ژوندي وتلي دي.

په ۲۰۰۴ ام کال کې د امریکا متحده ایالاتو په ویسکانسین کې د لیوني سپي له ناورغي څخه د یوې ۱۵ کلنې انجلۍ رغېدل لومړنۍ پېښه ده، چې راپور شوې ده. د ۲۰۱۱ام کال د جون په ۱۲ مه د کالفورنیا د هومبولټ ښار اوسیدونکی اته کلنه انجلۍ په امریکا کې درېيم کس و چې ربیس ویرورس پر وړاندې مقاومت وکړي او ژوندی پاتې شي.

سپی او لېوه: برېدګر حالت او د خولې لاړې وتل(په نږدې یوه اوونۍ کې حیوان له منځه ځي)

اوښ: له حده زیاد کاږه واږه کېدل

ګېدړ –پشو: نوازش ته لېوال تیا لري، ګوتې داړي

غوا: د غوجلې لرګي او د خپلو خوړو لوښې داړي

وزه او وري: خپل سرو په دېوال او یاستون پورې نښلوي او زور وهي،

هغه هېوادونه چې ربیس په کې له منځه تللی دی:

په ډېرو هېوادونو کې ربیس له منځه تللی او یا ددې کار په ترسره کول کې دي. په دې لومړل کې هغه هېوادونه دي، چې په ۲۰۰۹ام کال کې د ربیس هیڅ کومه پېښه په کې نده شوې.

  • آفریقا: کیپ ورد، لیبیا، موریس، مراسم، سایوتومه و پرنسیپ، او سیشل،
  • امریکا: برمودا، سنت پیر و میکلون، آنتیگوا و باربودا، آروبا، باهاما، باربادوس، جزایر کیمن، دومینیکا، جزیره گوادلوپ، جاماییکا، مارتینیک، مونتسرات، آنتیل هلند، سنت کیتس (سنت کریستوفر) و نویس، سنت لوسیا، سنت مارتین، سنت وینسنت و گرنادین، ترکس و کایکوس، او جزایر ویرجین (بریتانیا او متحده ایالات)،
  • آسیا و خاورمیانه: هانگ‌کانگ، جاپان، کویت، لبنان، مالزیا، قطر، سنگاپور، عربي متحده امارات او ایران،
  • اروپا: اتریش، بلژیک، قبرس، د چک جمهوریت، دنمارک، فنلاند، جبل‌الطارق، یونان، ایسلند، ایرلند، جزیره من، لوکزامبورگ، ‌هالند، ناروی، پرتغال، اسپانیا (له سیوتا و ملیلیه پرته)، سویدن، سوییس او بریتانیا،
  • استرالیا (اقیانوسیه): استرالیا، د کوک جزایر، فیجي، پلینزي، فرانسه، گوام، ‌هاوايي، کیریباتي، میکرونزي، نوی کالدونیا، نیوزیلند، د ماریانا شمالي جزایر، پالایو، پاپوآ گینه نو، ساموآ، او وانواتو.

روغتیا یي پیغام

کورني او وحشي حیواناتو سره له اړیکو ډډه وکړئ. هڅه وکړئ، چې د حیوان ځانګړتیاوې او کړنې وپېژنۍ او تل مو باید پام وي، چې غیر معمول او حیرانوونکي کړنې ونه کړي.

Documents

ربیس یا د لیوني سپي ناروغي.pdf