فاریاب کې د ۶۹کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۶:۵۱
فاریاب کې د ۶۹کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

۲۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت دطرحې په اډانه کې۴۶۰ بېلابېلي پروژې پلي کیږي چې، له دې ډلې د ۶۹پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د فاریاب د کرنې رییس عبدالکریم فرزام وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند ۶۹ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، ۳۴ پروژې یې ګټې اخیستنې ته چمتو دي او د پاتې ۳۵۷ پروژو رغنيزې چارې هم څه باندې ۹۰سلنه بشپړشوې دي، چې ډېرژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ښاغلی فرزام وویل، چې په یادو پروژو کې ۳۰۰ ممیزخونې، د کچالو ۱۵۰ زېرمتونونه او لس د مېوو صفر درجې سړې خونې شامل دي، چې د فاریاب د مرکز میمنې ترڅنګ ددې ولایت د اندخوی، قُرغان، دولت آباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش، بلچراغ، ګرزیوان، پشتون کوټ او قیصار په ولسوالیو کې پلي شوي دي.
ددغو پروژو ټوليز لګښت ۱۹۹ميليونه او ۲۲۴زره افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه يې دکرنې وزارت او لس سلنه نور يې برخمن شوي بزګران او بڼوال ورکوي.
يادې پروژې د کرنیزو محصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو دمحصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت