د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې ورسره د کورنیو چرګانو، کورنیو باغچو او کلچو پخولو د وسایلو په برخه کې مرستې شوې وې.
د یادې نغدي مرستې د وېش بهیر د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د نابینایانو د سمون  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ ترسره شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، د کلچو پخولو په برخه کې له هرې کورنۍ سره ۵ زره او ۸۰۰ افغانۍ او د کورنیو چرګانو او کورنیو باغچو لرونکو کورنیو سره ۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د دغو مرستو موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کول، د کوچنیو کورنیو کاروبارونو ملاتړ، د عایداتي سرچینو پراختیا او د خوړو خوندیتوب ته د کورنیو د لاسرسي زمینه برابرول دي.
د ننګرهار د کرنې رییس څرګنده کړه، چې له کورنیو چرګانو، باغچو او د کلچو پخولو د وسایلو ترڅنګ د نغدي مرستو دوام به له یادو کورنیو سره مرسته وکړي، څو له ورکړل شوو امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، خپل کوچني عایداتي فعالیتونه پراخ کړي او د کورنیو اقتصادي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.
په همدې حال کې، د لعلپورې ولسوالی اړوندو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د چرګانو روزنه، د کورنیو باغچو جوړول او د کلچو پخول کولای شي د دوی لپاره د عاید او د کورنیو د خوړو د اړتیاوو د پوره کولو مهمې سرچینې وګرځي.
د دغو مرستو د لړۍ موخه د بېوزلو او زیان‌منو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د کوچنیو کورنیو کاروبارونو ملاتړ، د عایداتي سرچینو زیاتول او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي. په دې لړ کې له کورنیو سره د تولیدي وسایلو او نغدي مرستو له لارې هڅه کېږي، څو کورنۍ وکولای شي پر خپلو عایداتي فعالیتونو تکیه زیاته او د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوامدارې سرچینې رامنځته کړي.


در لعل‌پور ننگرهار برای ۷۹۴ خانواده نیازمند ۸.۷ میلیون افغانی کمک نقدی توزیع شد
۱۹ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
برای ۷۹۴ خانواده نیازمند در ولسوالی لعل‌پور ولایت ننگرهار، برای دومین بار به ارزش ۸ میلیون و ۷۶۵ هزار و ۶۰۰ افغانی کمک نقدی توزیع شد. این خانواده‌ها مدتی پیش در بخش مرغداری‌های خانگی، باغچه‌های خانگی و وسایل پخت کلچه نیز کمک دریافت کرده بودند.
روند توزیع این کمک نقدی با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، همکاری تخنیکی مؤسسه «اصلاح نابینایان افغانستان» و حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP) انجام شد.
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، گفت که برای هر خانواده‌ای که در بخش پخت کلچه فعالیت دارد، ۵ هزار و ۸۰۰ افغانی و برای خانواده‌های دارای مرغداری و باغچه‌های خانگی، ۳ هزار و ۲۰۰ افغانی کمک نقدی توزیع شده است.
وی افزود که هدف از این کمک‌ها، تقویت وضعیت اقتصادی خانواده‌های نیازمند، حمایت از کسب‌وکارهای کوچک خانوادگی، توسعه منابع درآمدی و فراهم‌سازی زمینه دسترسی خانواده‌ها به مواد غذایی می‌باشد.
رئیس زراعت ننگرهار اظهار داشت که ادامه کمک‌های نقدی در کنار توزیع وسایل مرغداری، باغچه‌های خانگی و پخت کلچه، به خانواده‌ها کمک می‌کند تا از امکانات فراهم‌شده به‌گونه مؤثر استفاده کرده، فعالیت‌های کوچک درآمدزای خود را توسعه دهند و بخشی از نیازهای اقتصادی خانواده‌های شان را تأمین کنند.
در همین حال، خانواده‌های دریافت‌کننده کمک در ولسوالی لعل‌پور از دریافت این کمک‌ها ابراز خرسندی کرده و گفتند که پرورش مرغ، ایجاد باغچه‌های خانگی و پخت کلچه می‌تواند برای آنان منابع مهم درآمد و تأمین نیازهای غذایی خانواده‌ها باشد.
هدف از ادامه این کمک‌ها، توانمندسازی اقتصادی خانواده‌های فقیر و آسیب‌پذیر، حمایت از کسب‌وکارهای کوچک خانوادگی، افزایش منابع درآمدی و بهبود وضعیت امنیت غذایی عنوان شده است. در این روند تلاش می‌شود تا با فراهم‌سازی وسایل تولیدی و کمک‌های نقدی، خانواده‌ها بتوانند وابستگی خود را به فعالیت‌های درآمدزا افزایش داده و برای تأمین نیازهای اقتصادی شان منابع پایدار ایجاد کنند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت