د کونړ د شاتو سږني تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۵۴
د کونړ د شاتو سږني تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په کونړ ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ پر وده ده، شمېرې ښیي چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا۶۳ واړه او لوی فارمونه شته دي، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې۳۳.۶ ټنو ته رسېدلې ده.
د کونړ د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا چارو امر ګل رحمن حنانزی وایي، چې د یاد ولایت په کچه د شاتو مچیو ۶۳ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۳۳.۶ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د ښاغلي حنانزي په خبره، دکونړ د شاتو په شاوخوا ۶۳ فارمونو کې د شاتو مچیو له یوزرو او ۹۰۰ څخه تر دوه زره صندوقه مچۍ روزل کیږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، کریچي ګل، سپېرکۍ، شړشم ګل، شفتل ګل او پلوڅه دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار د فارمدارانو منظمه ټولنه جوړول، پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دې، چې سږکال تر سره شوي.
یاد ولایت د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري  او دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د لوی چکډېم پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لوی چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د سي‌آراس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د «سي‌آراس». . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۸
Background image

د بامیانو په ولایت کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره دکرنې او مالدارۍ سکټور د سمون ریاست له‌خوا د بامیانو ولایت دمرکز په ګډون. . .

بازگشت