خوست کې سږکال دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګنۍ تولید شوي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۶:۲۹
خوست کې سږکال دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګنۍ تولید شوي

۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د دې ولایت د مرکز متون په ګډون باک او صبریو ولسوالیو کې پر۵۸۶هکتاره ځمکه ګنۍ کرل شوي دي.
د خوست د کرنې رییس انجنیرشاه حفیظ الله نوري وایي، چې د ګنیو حاصلاتو د زیاتېدو په پار یې هڅې چټکې کړي دي، چې سږ کال به وکولای شي څه باندې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګڼي تولید کړي.
دغه راز د خوست د کرنې ریاست د ګنیو د پراختیا په پار کروندګرو سره هر اړخیزې همکارۍ، د ناروغیو او افاتو ضد درمل وېشل او د ګنیو د کرکېلي او ښې پېژندنې په پار روزنیزې برنامې هغه چارې دي، چې کروندګرو ته ترسره شوي دي.
خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ د هېواد د ګنیو لوی تولیدونکی ولایتونه ګڼل کیږي، چې هر کال په زرګونه مټریک ټنه ګنۍ له یادو ولایتونو څخه راتولیږي او په بېلابېلو برخو کې کارول کیږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت