د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د پکتیکا په ولایت کې ۲۴۳ پروژې پلي کوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۰:۵۵
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از طریق پروژه‌ی مدیریت محصولات زراعتی ۲۴۳ پروژه را در ولایت پکتیکا تطبیق می‌کند

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د پکتیکا په ولایت کې ۲۴۳ پروژې پلي کوي، چې ډېر ژر به ددغو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ددغو پروژو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې لس سلنه چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ شي.
دغه پروژې، چې په کې د پیازو ۵۰ او د کچالو ۸۰ زېرمتونونه، ۳۳ د مڼو صفر انرژې سړې‌خونې او ۵۰ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو د ۳۰ لمریزو وچوونکو ماشینونو وېش په کې شامل دي، د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې پلي کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په. . .

بازگشت