د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د پکتیکا په ولایت کې ۲۴۳ پروژې پلي کوي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د پکتیکا په ولایت کې ۲۴۳ پروژې پلي کوي، چې ډېر ژر به ددغو پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ددغو پروژو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې لس سلنه چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ شي.
دغه پروژې، چې په کې د پیازو ۵۰ او د کچالو ۸۰ زېرمتونونه، ۳۳ د مڼو صفر انرژې سړېخونې او ۵۰ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو د ۳۰ لمریزو وچوونکو ماشینونو وېش په کې شامل دي، د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې پلي کیږي.