فراه کې دخرماوو۲۵جريبه بڼونه جوړ شوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۳:۴۳
فراه کې دخرماوو۲۵جريبه بڼونه جوړ شوي

۱۵ ليندۍ ۱۳۹۹
دفراه ولايت دکرنې، اوبولګولو و مالدارۍ رياست دافغانستان دبڼولۍ دپراختيا پروژې په همکارۍ په دې ولايت کې دخرماوو ۲۵ جريبه بڼونه جوړ کړي دي.
ددغو بڼونو دجوړولو ټوليز لګښت يوميليون او۷۰۰زره افغانۍ ده.
دفراه ولايت دکرنې رياست چارواکي وايې، چې ياد بڼونه پنځو مخکښو بزګرانو ته جوړ شوي دي. ددغو بڼونو تر جوړولو مخکې ياد بزګران دخرماوو ونو دساتنې او پالنې په برخه کې روزل شوي هم دي.
دغه راز ديادو بڼونو دښې ساتنې په پار پر دغو بزکرانو کيمياوي سرې، لمريزې تختې، واټرپمپونه، کراچۍ، قيچي او دبرښنا مزې وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اداري بهیرونو د ساده کولو او مراجعینو ته د خدمتونو د اسانتیا په موخه د کرنې وزارت هڅې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اداري بهیرونو د ساده کولو کمېټې، د کاري پروسو د اصلاح او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی د غازي‌آباد د ملایانو کلي د اوبو ایستلو کانال (زابر) د پاکولو پروژې چارې د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د درېیو انسټیټونو محصلینو ته د کرنیزو علومو، مالدارۍ او ځنګلونو په برخو کې عملي روزنه. . .

بازگشت