کونړ کې د مالدارۍ سکټور د لا پیاوړتیا په پارهڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۵:۱۲
تلاش‌ها برای تقویت سکتور مالداری در کنر


۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ سکتور د پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې ورځ تر بلې یې وضعیت په ښه کېدو دی.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارانو وړتیا لوړولو په پار دوی ته په بېلابېلو برخوکې روزنیزې برنامې په لاره اچول، په اسټیشنونو کې مصنوعي القاح ترسره کول، څارویو ته د برسلوز، وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او نورو ناروغیو د واکسینونو پروګرام پلي کول، د څارویو د عامه ساتن ځایونو دواپاشي، په حیواني محصولاتو او درملو کنټرول، د بی کفیته حیواني محصولاتو او تاریخ تېرو درملو له منځه وړل، په ولایتې حیوانې لابراتور کې د بېلابېلو حیوانې ناروغیو تشخیص، سیرویلانس، سیروسرویلانس او څارنه شامل دي.
ددې ترڅنګ د کونړ د کرنې ریاست او همکارو موسسو لخوا په کونړ کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه ګڼې برنامې پلي شوي چې، د کبروزنې ۲۰ بابه یو جریبه فارمونه او د کبانو بچیو د تولید یو باب هیچري جوړول، د شاتو مچیو روزنکو ته په یاده برخه کې اړونده توکې وېشل، د لبنیاتو د راټولونې ټولنې او د شېدوراټولو مرکزونه جوړول او په یادو برخو کې د اړوندو توکو وېش، د چرګانو روزونکو ټولنه جوړول او د چرګانو روزنې صنعت پیاوړی کول، پر مالدارانو د څارویو ۶۲۹ مټریک ټنه خوراکي توکې وېشل او د خصوصي سکټور ملاتړ په کې شامل دي، چې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار تر سره شوي دي.
د دغو برنامو په پلي کېدو سره د مالدارۍ سکټورخوندي، د ناروغیو کچه ټیټه او د څارویو محصولات ډېر شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت