هېواد کې سږکال د کبانو ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۶:۵۷
امسال ۳۵۰ فارم ماهی‌پروری جدید در کشور ساخته شده است


۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال به ترڅ کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کبانو ۳۵۰ تولیدي او تکثیري فارمو جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د کب روزنې د برخې امر خلیل الله فروغ وایي، چې سږکال په ټولیزه توګه د هېواد په بېلابېلوولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د کب روزنې ۱۰۰ فارمونه او په ورته وخت کې د خصوصي سکټور له خوا د کب روزنې ۲۵۰ فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي، چې تولیدي فارم یې د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره وبچیانو وړتیا لري.
خلیل الله فروغ زیاته کړه: «د شمېرو له مخې چې موږ تر لاسه کړي دي، سږکال د کبانو د تولید کچه هم د تېرکال په پرتله یوزر او ۵۰۰ ټنه زیات شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته ورسېد او سږکال ۱۱ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت