ننګرهار ته د اوبولګولو د مرستیال سفر؛ په ننګرهار کې د پیازو او کچالو ۳۹۷ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۵:۰
۳۷۹ ذخیره‌گاه پیاز و کچالو در ننگرهار به بهره‌برداری سپرده شد

۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري په شتون کې د ننګرهار په ولایت کې د پیازو او کچالو ۳۹۷ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه زېرمتونونه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې جوړې شوي دي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري، چې ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یاد زېرمتونونه رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل، وایي د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د هېواد په کچه نږدې ۱۲ زره پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، او ننګرهار لومړی ولایت دی، چې یاده طرحه یې په بشپړه توګه بشپړ کړی دی.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د پیازو او کچالو د ۳۹۷ زېرمتونونو د جوړولو لګښت، ۱۳۹ میلیونه افغانۍ ده.
ښاغلی غفوري ددغو پروژو په پلي کولو کې د قومي مخورو او پراختیایي شوراګانو له همکاریو مننه وکړه او وویل، چې د بزګرانو او بڼوال د ملاتړ په پار یاده برنامه راتلونکی کال هم پلي کیږي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل، بزګرانو لپاره د یادو زېربناوو د جوړولو په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه او وویل، چې د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې بزګرانو لپاره مناسب زېرمتونونه جوړ شوي دي. ښاغلی امرخېل وویل، چې تېرکال د پیازو حاصلات ګاونډی هېواد ته تلل او کله چې د افغانستان په بازارونو کې د پیازو کمۍ محسوسېدل بېرته افغانستان ته واردېدل. ښاغلی امرخېل وویل، چې سږکال یاده ستونزه هواره شوې او بزګران کولا شي، چې خپل محصولات په خپله د بازار تر اړتیا پورې زېرمه کړي. د ننګرهار والي زیاته کړه، چې د پیازو زېرمتونونه په هغو سیمو کې جوړ شوي دي، چې د پیازو تولید ډېر او ساتنې ته یې د اړتیا کچه لوړ دی.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه، ممیزخونې او د انارو او مڼو دساتنې په پار د سارک مدل صفر درجې سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه وېشل شامل دي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې پیل او لومړی پړاو یې ډېر ژر بشپړیږي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت