غزني کې د زعفرانو د پروسس مرکز فعالیت پیل کړ

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۵۰
غزني کې د زعفرانو د پروسس مرکز فعالیت پیل کړ

۱۷ لړم ۱۳۹۹
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د کرنې وزارت په مالي او تخنیکي همکاریو په دې ولایت کې د خصوصي سکټور له خوا د زعفرانو د پروسس مرکز خپل فعالیت پیل کړی دی.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت له خوا د بهار غزنه خصوصي شرکت سره د زعفرانو د پروسس د عصري توکو مرسته او تخنیکي همکارۍ ددې لامل شو، چې سږکال یاد شرکت د زعفرانو د پروسس چارې پیل کړي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رییسعبدالولي کوچی وایې، د بهارغزنه په نوم خصوصي شرکت سږکال د زعفرانو پروسس پیل کړ، چې په ورځني ډول ۳۰۰زره کیلو ګرامه خالص زعفران پروسس او بسته بندي کوي.
د یاد مرکز د جوړېدو موخه په غزني ولایت کې د زعفرانو د کرکېلې پراختیا، په معیاري ډول د زعفرانو پروسس او د کروندګرو د ستونزو هوارول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت