د لغمان قرغیو کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۹:۲۴
د لغمان قرغیو کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

۱۴ لړم ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، د شېدې ټولولو دغه مرکز چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې درې میلیونه او ۶۳۱ زره افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته  وسپارل شي. دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شېدې د ټولولو په وړتیا سره جوړیږي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
ښاغلی خوشحال وویل، چې د شېدو ټولولو یاد مرکز دمالدارۍ ستکور د ودې او پراختیا، د ښه کیفیت لرونکي لبنیاتو تولید، د مالدرانو اقتصادي پیاوړتیا، خلکو ته دندې پیداکول، د بې ارزښت لرونکو لبنیاتو د مخنوي په موخه جوړیږي.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکو په واک کې یې ورکوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. دوی زیاتوي، چې د شېدې ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت