لغمان کې ۲۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۴:۵۵
لغمان کې ۲۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

۶ لړم ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت ۲۵۰ بېوزله مېرمنو ته په کورنیو باغچو کې د سبو د کرکېلي په برخه کې د کار زمینه برابره کړه.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د کورنیو باغچو د جوړولو له لارې برابرې شوي دي.
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې پر یادو مېرمنو د کورنیو باغچو د جوړولو اړوند توکي وېشل شوي دي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د کورنیو باغچو په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابرې شوي دي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
دغه پروګرام د لغمان کرنې ریاست له خوا د خوړو نړیوال پروګرام«WFP»په مالي او د «ACTED» موسسې په تخنیکي همکارۍ په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت