پکتیکا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۵:۱
پکتیکا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي


۲۴ تله ۱۳۹۹
په نږدې راتلونکې کې به په پکتیکا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې پلي کیږي.
په دغو پروژو کې د پیازو ۵۰ او د کچالو ۸۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه، ۳۳ د مڼو صفر انرژې سړې خونې او ۵۰ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۳۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې سږکال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د خوندي کولو په پار د پیازو او کچالو صفر انرژۍ سړې خونې «زېرمتونونه»، ممیزخونې او د مڼو صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ اداري او د همغږۍ غونډه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یوناما له مسوولانو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي. . .

بازگشت