پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غله‌جاتو ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت په مټاخان، زرغون‌شهر او جاني‌خېلو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي.
د پکتیکا د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په همدې موخه د یادو سیمو پر ۱۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوې، چې ننداریزې کروندې ترې جوړې کړي. د یادو مرستو د وېش په موخه د اړوندو ولسوالیو د کرنې مدیرانو له لوري له وړاندې سروې ترسره شوې وه، چې پر بنسټ یې مستحق بزګران پېژندل شوي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورته وېشل شوې دي.
د دې پروګرام په لړ کې، د جاني‌خېلو ولسوالۍ شپږو مستحقو بزګرانو ته هم د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې، چې هر بزګر ته پکې ۱۶ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او یوه بوجۍ سپینه کیمیاوي سره ورکړل شوه.
د یاد پروګرام اساسي موخه د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د اغېزمنې او معیاري کارونې دودول، د غنمو د حاصلاتو د کمیت او کیفیت لوړول، د بزګرانو د کرنیزو وړتیاوو پیاوړتیا او د هغوی د کرنیزو فعالیتونو ملاتړ بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د ټینګښت او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، د کرنیزو نمایشي قطعو د جوړولو او د کرنې د عصري لارو چارو د دودولو پروګرامونه پلي کوي.
دغه راز، ننداریزې کروندې د کرنیزو ترویجي فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، چې له لارې یې بزګران د اصلاح شویو تخمونو له ګټو، د کیمیاوي سرو له مناسبې کارونې او د غنمو د کرکېلې له غوره لارو چارو سره په عملي توګه اشنا کېږي. دا ډول پروګرامونه د کرنیزو حاصلاتو په لوړولو، د تولیدي لګښتونو په اغېزمن مدیریت او د هېواد د کرنیز سکټور په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت