انوارالحق احدي په خپل پېژند غونډه کې د کرنې وزارت کارکوونکو ته: موخې ته د رسېدو په پار یوې شفافې ادارې ته اړتیا لرو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۵
انوارالحق احدی در مراسم معارفه‌اش با کارمندان وزارت زراعت: برای تحقق اهداف به یک اداره شفاف ضرورت داریم

انوارالحق احدي په خپل پېژند غونډه کې د کرنې وزارت کارکوونکو ته:

موخې ته د رسېدو په پار یوې شفافې ادارې ته اړتیا لرو

۲۵ وږی ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر انوارلحق احدي، په هغه غونډه کې چې د وږي په ۲۵مه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت کارکوونکو ته د ده د پېژندګلوي په موخه جوړه شوې وه، د خپلو کاري پروګرامونو په وړاندې کولو سره وویل، چې موخو ته د رسېدو او د برنامو د پلي کېدو په پار یوې شفافې او ځواب ورکوونکي ادارې ته اړتیا لري.

غونډې ته په وینا کې ښاغلی احدي د کرنې وزارت په مسلکي توب او روڼتیا ټینګار وکړ او وویل، چې ددې وزارت د اړوندو پالیسیو او اسټراټیژیو تر څېړنې او ارزونې وروسته په پام کې لري، چې ځانګړي کرنیز زونونه جوړ کړي. د کرنې وزارت چارسمبال وویل، چې ددې وزارت کاري سیمه پراخه ده، هغه زیاته کړه: «دغو موخو ته د رسېدو په پار، موږ یو روڼ او مسلکي وزارت ته اړتیا لرو. په ټولو دولتي ادارو کې د روڼتیا نه شتون، تمویل کوونکو موسسو ته یوه ستونزه ده. له دې څخه انکار کول، هیڅ ګټه نه لري. موږ باید هلې ځلې وکړو او د فساد پر وړاندې مبارزه وکړو

انوارالحق احدي وویل، له دولت څخه د تمویل کوونکو نهادونو ډېرې نیوکې دادي، چې د دوی د مالیې ورکوونکو پیسې په سمه توګه نه لګول کیږي، خو دکرنې وزارت باید په دې برخه روڼ عمل وکړي او حساب ورکړي.

ښاغلی احدي دغه راز په ملي اقتصاد کې دکرنې کمې ونډې ته په اشارې سره وویل، د افغانستان ډېری خلک په کرنیزو فعالیتونو بوخت دي، خو په ملي اقتصاد کې د دوی ونډه ۲۶ سلنې ته رسیږي. هغه په ورته وخت کې وویل، چې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو کچه د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله ډېر لږ دي. د ښاغلي احدي په خبره، په ډېرو هېوادونو کې له هر هکټاره ځمکې څخه تر شپږ مټریک ټنه حاصل تر لاسه کیږي او په افغانستان کې بیا دا شمېره په هر هکټار کې نږدې درې مټریک ټنو ته رسیږي.

د کرنې وزارت سرپرست وویل، چې د کرنې سکټور د تولید، تقاضا، مصرف او کرنیزو محصولاتو وارداتو په برخه کې دقیقو شمېرو ته اړتیا لري. د هغه په خبره، دغه شمېرې باید د علمي څېړنو پر بنسټ تر لاسه شي.

ډاکټر انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې د کرنې پر میکانیزه کېدو ټینګار وکړ او وویل، چې په کرنیزو فعالیتونو کې باید علمي څېړنې هم په پام کې ونیول شي. ښاغلی احدي زیاته کړه، چې د علمي او دقیقو څېړنو پربنسټ دې باید ځانګړې کرنیز زونونه جوړ شي او په دې ترتیب سره د افغانستان کرکېله له دویزې بڼې پرمختللي او میکانیزه بڼې ته واړول شي.

په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د وزارت د ټولو کارکوونکو په استازیتوب ښاغلی احدي ته ښه راغلاست وویل او د کرنې په وزارت کې ورته د بریا هیله وکړه.

ښاغلی غفوري وویل، چې کرنه یو له سترو سکټورونو او په هېواد کې د پراخې سیمې درلودونکی دی. هغه وویل، چې یاد سکټور د ملي اقتصاد په برخه کې ۲۵ سلنه ونډه لري، خو ددې وړتیا لری، چې دغه ونډه ۵۰ سلنې ته لوړ شي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې د یاد وزارت ټول کارکوونکي به د ښاغلي احدي ښه همکاران وي. هغه د کرنې د لارې د ۱۰ کلن طرحې خبر ورکړ او وویل: «ډېر ژر به د ۱۰ کلونو لپاره د کرنې سکټور د لارې نقشه، چې په کې د صادراتو زیاتوالی، د وارداتو ټیټوالی او د کرنې په سکټور کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار پرې تمرکز شوی، بشپړ شي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۳۵۰ ډوله بوټي درمل شوي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېل ډوله بوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

بازگشت