لوګر کې د هندواڼو کروندې او حاصلات زیات شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۹:۱۶
لوګر کې د هندواڼو کروندې او حاصلات زیات شوې
 
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پخوا په پرتله خلک د هندواڼو کرکېلي ته لېوال شوي، چې ورسره په دې ولایت کې د هندواڼو کروندې او حاصلات کال په کال زیاتیږي.
د لوګر د کرنې ریاست ددې ولایت د هندواڼو سږنۍ حاصلات د تېرو کلونو په پرتله بې مخینه بولي او وایي، چې بزګرانو سره د کرنې وزارت همکارۍ او مرستې، پراخ ورښتونه او د طبیعي افتونو نشتون ددې لامل شوي، چې د هندواڼو حاصلات زیات شي.
لوګر د هندواڼو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ په همدې موخه ددې ولایت ډېری بزګران هندواڼو کرکېلي ته زړه ښه کوي.
د لوګر ولایت د هندواڼو حاصلات په مناسب موسم کې بازار ته وړاندې کیږي او د پلور ښه فرصت لري. د لوګر د کرنې ریاست دچارواکو په خبره، کله چې د تودو ولایتونو هندواڼې مخ په ختمېدو شي، په همدې وخت کې د لوګر د هندواڼو حاصلات بازار ته وړاندې کیږي، او په مناسبه بیه پلورل کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۴
Background image

میدان وردګ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش پیل شو  

میدان وردګ ولایت کې د ۷۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د ایف اې او نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ، د سټارز مووسسې له لارې پیل شوه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۳
Background image

د ننګرهار دره نور کې د اته زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو سربند چارې بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي لګښت د دره نور ولسوالی کشمنډ کلا کې د اته زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د کندهار پنجوایي کې سلګونه بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (او،اچ،ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار دپنجوایي ولسوالی د کرنې. . .

بازگشت