پکتیکا کې یوشمېر زعفران‌کار بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۶:۲۶
پکتیکا کې یوشمېر زعفران‌کار بزګران وروزل شول
 
۲۵ زمری ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت یوشمېر بزګران یې د زعفرانو د کرکېلي، حاصل ټولولو او بازارموندنې په برخه کې روزلي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې په دې روزنیزه برنامه کې زعفران‌کارو بزګرانو ته د زعفرانو دکرکېلي، حاصل ټولولو او بازارموندنې په برخه کې نظري او عملي زده کړې ورکړل شوي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو روزنیزو پروګرامونوموخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. د دوی په خبره د پکتیکا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت