جوزجان کې څه باندې دوه زره مېرمنې کرکېله کوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۴:۷
بیش از دو هزار زن در جوزجان مصروف زراعت هستند
 
۲۱ زمری ۱۳۹۹
د کرنې وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د جوزجان د مرکز شبرغان په ګډون ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې څه باندې دوه زره مېرمنو ته د کرنې په برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه مېرمنې د کورنیو باغچو (بڼګیو) د پروژو په اډانه کې په کار بوختې دي. د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د کارکوونکو له خوا د جوزجان کروندګرو مېرمنو ته د بېلابېلو سبو د کرکېلي، پالل او حاصل ټولولو لارې چارې ښودل کیږي او دمګړۍ دغه مېرمنې په خپلو کروندو کې په کار بوختې دي.
دغه مېرمنې چې ډېری یې د کورمېرمني دي، د کاري فرصتونو له نشتون څخه ګړېدل، ددې لپاره چې، اوس ښه عاید لرونکي دندې ترلاسه کړې دي د کرنې وزارت فعالیتونه ستایي او د جوزجان ولایت نورو سیمو ته هم د یادو چوپړونو پر پراختیا ټینګار کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له لارې پر دغو مېرمنو د سبو ۱۶ ډوله تخمونه وېشلي دي او ددغو مېرمنو له ډلې یوشمېر هغو ته یې په بېلابېلو سایزونو سره ګلخونې او دغه راز د سبو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي دي.
د جوزجان ولایت یوشمېر کروندګرې مېرمنې ددې ولایت لرې پرتو ولسوالیو لکه قرقین، خماب او درزاب کې مېرمنو لپاره د کرنې وزارت د لا ډېرو مرستو غوښتونکې دي.
دوی وایي، یوه لاره چې تر دې دمه مېرمنې توانېدلي دي، چې د خپلو کورنیو د نارینه و ترڅنګ په خپل ژوند کې مثبت بدلون ایجاد کړي په کرونده او د کورنیو باغچو په برخه کې کار کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه په جوزجان ولایت کې له څو کلونو را په دې خوا مېرمنو لپاره د کورنیو باغچو د جوړولو په برخه کې خپل کار پیل کړی، چې په تېر کې زرګونه نورې مېرمنې هم له دغو چوپړونو برخمن شوې دي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت