کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل: د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۱۱:۵۷
کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل: د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ. ټاکل شوې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده. ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت
۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ. ټاکل شوې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت دمقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.
ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.
کندهار په هېواد کې د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او د یادو ممیزخونو جوړول کولای شي، چې ددې ولایت د انګورو بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.
دغه راز په کندهار کې د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د انارو د ساتنې په پار ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې هم جوړیږي.
د کندهار انار په کور د ننه او له هېواده بهر ښه نوم لري او د انارو د ساتنې سړې خونې کولای شي، چې په بازار کې د انارو د بیې په مدیریت او دغه راز د بڼوالو په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
دغه راز یو شمېر نورې پروژې لکه د مېوو او سبو لمریز دستګاوې وېشل د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پروژه کې شامل دي.
ددغو پروژو د پلي کېدو په لړ کې، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. په همدې توګه ددغو کرنیزو بنسټونو تر جوړېدو وروسته لسګونو کسانوته د تل پاتې دندې زمینه هم برابریږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت