د ۶۳۴.۶ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

content_admin
د ۶۳۴.۶ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

د ۶۳۴.۶ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۹ د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۶۳۴.۶میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړل.

په ټوله کې درې مورده پورونه تایید شول، چې یو مورد یې یوې مالی موسسې پورې اړه لری، چې د پنځو کلونو لپاره ده او هر کال د هېواد په اتو ولایتونو کې څه باندې زر تنه بزګران ورڅخه برخمن کیږي. دویم مورد یې د خوراکي توکو د تولید د یوې فابریکې اړونده ده، چې د پور له پیسو څخه به د ماشین الاتو او اوړو په پېرلو کې ګټه واخیستل شي. د تایید شوي پورونو درېیم مورد، یو سیلو پورې تړلې ده، چې د پور له پیسو څخه د اوړو د تولید په پار غنم پېرل کیږي.

دکرنې په وزارت کې د کرنې د پراختیا د صندوق د پورونو د منظوری د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پور د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ په مشری او د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره واچول شوه.

د کرنې د پراختیا د صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور درې غوښتنې معرفي کړل او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.

د کرنې د پراختیا صندوق چې ددې پور ورکوونی ده وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دي هېر کړي او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي.

د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱۱.۲ میلیارډه افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو تو کو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۶ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي.  له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۲ زره  او ۷۷۲ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.