کابل، هرات او دایکندي کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د برنامې چارې پیل شوې

mail-admin
تطبیق برنامه‌ی «مدیریت محصولات زراعتی در دوره‌ی کرونا» در کابل، هرات و دایکندی آغاز شد

۱۶ غویی ۱۳۹۹
د ولسمشر محمداشرف غني له خوا د ۱۳.۷ میلیارډه افغانیو په لګښت د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې له منظوری وروسته د کابل، هرات او دایکندي په ولایتونو کې ددې طرحې د عملي کېدو چارې پیل شوې.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د عملي کېدو چارې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کابل والي محمدیعقوب حیدري او د پراختیایي شوراګانو استازو، یوشمېر بزګرانو او بڼوالو له خوا د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل : «ددې طرحې په پلي کولو سره په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدیږي څلور زره او ۳۳۲ ممیز خونې جوړیږي.»
حشمت‌الله غفوري دغه راز زیاته کړه: «ددې طرحې په پلي کولو سره لږ تر لږه ۵۰ سلنه هغه کرنیز محصولات چې صادرېدل مدیریت کیږي. په دې مانا چې د ننه په هېواد کې د ۵۰ سلنه تازه محصولاتو د خوساکېدو مخه نیول کیږي او ۵۰ سلنه نورو  ته مو هم تابیاوې نیولي دي لکه له بهره د محصولاتو د خلاصو وارداتو منع کېدل او داسې نور.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې طرحې پلي کېدل نږدې ۲۵۰ زره کسانو ته د تلپاتې او لنډ مهالې دندې زمینه برابروي. ټاکل شوې، چې دغه طرحه په ټولو ولایتونو کې پلی شي.
په همدې حال کې، د کابل والي محمدیعقوب حیدري هم د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کار د زمیني برابرول وستیال او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و. ښاغلي حیدري وویل: «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه داده، چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځې او خوسا کیږي خو، د کرنې وزارت ډېره ښه وړاندوینه وکړه او پر وخت او معقول تابیاوې یې ونیول، تر څو چې زموږ د کرنیزو تولیداتو د راټولولو وخت رسیږي د ممیزخونو او سړوخونو ودانۍ هم جوړیږي.»
هرات:
په هرات کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» د طرحې د عملي کېدو چارې په هغه غونډه کې، چې د هرات والي او ددې ولایت سیمه ییزو چارواکو شتون درلود پیل شو.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني وویل ددې برنامې له لارې ټاکل شوې، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې سلګونه ممیزخونې او د پيازو زېرمتونونه جوړ شي. هغه دې غونډې ته په وینا کې وویل، چې ددې ولایت پر یو شمېر بزګرانو په ځانګړې توګه پر بزګرو مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
د هرات د کرنې رییس یادونه وکړه، چې ددغو پروژو په پلي کېدو سره د کرنې د څانګې او نورو اړوندو څانګو سلګونو فارغانوته د کار زمینه هم برابریږي.
د هرات والي سیدعبدالواحد قتالي هم په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کرنیزو محصولاتو د مدیریت او د کرنیزو تولیداتو د خوساکېدو څخه د مخنیوي په پار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ له وزارت څخه مننه وکړه.
دایکندي:
په دایکندي کې هم یاده برنامه د والي او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د دایکندي ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدعبدالواحد فیروزي، وایي، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوي دی. هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې د ۱۷۰ میلیونه افانیو په لګښت مدیریتي محصولات لکه مڼه، پیاز، کچالو، ممیز، زردالو او سابه تر پوښښ لاندې نیسي.
دغه راز د دایکندي والي سیدانور رحمتي د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو څخه د مخنیوي په پار د کرنې وزارت پرېکړه یو فوق‌العاده ګام وبلل. د دایکندي والي وویل: «د زېرمتونونو او سړوخونو جوړول د دایکندي ولایت د کرنیزو محصولاتو پر کمیت او کیفیت به ډېر ښه اغېزې ولري او خلکو او بڼوالو ته د کار زمینه هم برابریږي.»
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د یوې برنامې پلي کېدل پیل کړ. ددې برنامې پر اساس، تر راتلونکو څلور تر شپږو میاشتو پورې په ټول هېواد کې بڼوالو او بزګرانو لپاره څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې، چې هر یو یې د ۱۶ ټنه انګورو د ساتنې وړتیا ولري، د پیازو ساتلو لپار ۱۴ زره او ۲۱۹ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې پنځه مټریک ټنه وړتیا ولري، د کچالو ساتنې لپاره ۴۱۴ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې ۱۰ مټریک ټنه وړتیا ولري او د بڼوالۍ محصولاتو د ساتلو په پار ۸۸۴ سارک صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې ۲۵ ټنه وړتیا ولري جوړیږي.دغه راز ددې برنامې پر اساس پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
ددې طرحې د پلي کېدو په پار ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ په پام کې نیول شوې، چې تر دې دمه اته میلیارډه یې د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده. ددغو پروژو ۱۰ سلنه لګښت د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.