د هلمند د ناوې ولسوالۍ ریګستان سیمه کې ملخانو سره د مبارزې په پار کمپاین پیل شو

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۱۴:۳
د هلمند د ناوې ولسوالۍ ریګستان سیمه کې  ملخانو سره د مبارزې په پار کمپاین پیل شو


۱۵ غویی ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، وروسته تر هغه چې د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې د مضره ملخانو د راپیدا کېدو راپورونه ورکړل شول، ددې ولایت د کرنې ریاست سم د لاسه خپل فني ټیم، ماشینرۍ او درمل سیمې ته ولېږدول ترڅو یاد ملخان همالته له منځه یوسي او د تکثیر او زیان مخه یې ونیول شي.
د هلمند د کرنې ریاست سیمه ییز کارکوونکي وایي، چې په دې سیمه کې دومره ملخان شتون نه لري، چې د اندېښنې وړ وي.
د هلمند د کرنې ادارې لا له وړاندې د ملخانو د مخنیوي لپاره پر مختللي ماشینرۍ او درمل ته لاس رسی لري او اړونده کارکوونکو ته روزنه هم ور کړې ده.
د کرنې وزارت په ټول هېواد کې د بزګرانو د فصلونو د خوندي کولو او دوی ته د کرکېلي د نوي لارو چارو د ښودنې په موخه  هر اړخیزې برنامې په لاره اچولي، ترڅو د بزګرانو محصولات خوندي او ډېر کړي او ترڅنګ یې د دوی عواید هم زیات شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سفر

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، نورګرام ولسوالی ته رسمي سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۶
Background image

دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د څېړنو عمومي مدیریت تر چتر لاندې، په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

بازگشت