د سبو د کرکېلې نوي بڼې او نوې هیلې
د بزګرو د خولې خبره ده، چې پخوا به د ژمي په موسم کې یې له نورو ولایتونو او ان له بهره سابه او ترکاري واردول خو اوس د شنوخونو له برکته ددې ترڅنګ، چې دغه واردات بند شوي دي دوی نورو ولایتونو ته صادرات هم لري.
یوشمېر هېوادوال وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د هېواد په شنو خونو کې راټوکېدلي د ژمي په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
هېوادوال وایي، خوشاله په دې دي، چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي.دوی په دې خوشاله دي، چې د دوی هېواد د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی. د لوګر ولایت اوسیدونکی عبدالحکیم وایي: «مخکې تر دې چې زموږ په هېواد کې شنې خونې نه وې موږ مجبور ووچې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي.»
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هېوادوالو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت پر وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ یوتن بزګر شاه محمد هغه بزګر دی، چې په خپل ۴.۵ جریبه ځمکه کې یې شنې خونې جوړې کړي دي. شاه محمد په یوه فصل کې د یارلس لکه او پنځوس زره افغانۍ (۱۳۵۰۰۰۰) خالص عاید لاسته راوړی دی. شاه محمد وویل: «له خپلو شنوخونو څخه مې په یوه فصل کې دیارلس لکه او پنځوس زره افغانۍ خالص عاید ترلاسه کړه او تمه ده، چې په دویم فصل کې ۱۶ لکه افغانۍ عاید ترلاسه کړم.»
شاه محمد په خپلو شنوخونو کې د نورو ترکاریو ترڅنګ بادرنګ هم کرلي، چې اوس یې حاصلات مخ په پخېدو دي او هره ورځ یې په سیمه ییزو بازارونو کې پلوري. هغه له خپل کاروباره خوښ دی او د کرنې وزارت څخه مننه کوی، چې په هر برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ کوی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سابو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.
د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په هېواد کې بزګرانو لپاره سږکال هم سلګونه بابه شنې خونې جوړ او د دوی په واک کې یې ورکړي.
د کرنې وزارت د چارواکو په خبره په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. دوی وایي، چې دامهال د هېواد په یوشمېر شنوخونو کې د بادرنګو ترڅنګ د بېلابېلو سبو حاصلات رسېدلي دي او په بازار کې هېوادوالو ته په مناسبه بیه ورکول کیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، دوی په هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا کروندګرو او بزګرانو ته سلګونه بابه سوداګریزې، منځنۍ او وړې شنې خونې جوړې شوي، چې له دغو شنوخونو څخه زرګونه کورنۍ ګټه پورته کوی. یوازې په ۱۳۹۸یم کال کې د نورو وړو شنوخونو سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۲۶ سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي. دغه راز په پام کې ده، چې د کرنې وزارت له خوا په روان ۱۳۹۹ یم کال کې هم د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځمکوالو او بزګرانو ته سلګونه بابه منځنۍ او وړې شنې خونې جوړ او ددې ترڅنګ د کابل، کاپیسا، پروان، لوگر، بامیان، دایکندي، پکتیا، بلخ، جوزجان، سمنگان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، ننگرهار، کونړ، لغمان، هرات، کندهار، فراه، بادغیس، زابل، نیمروز، پنجشیر، نورستان، غور او خوست په ولایتونو کې ۶۸۷ سوداګریزې شنې خونې هم جوړې او د بزګرانو او ځمکوالو په واک کې ورکړل شي.