بغلان کې بزګرانو ته لسګونه شنې خونې جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۲
آغاز روند توزیع وسایل ساخت ۲۸۶ گلخانه برای دهقانان در ولایت بغلان

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
 د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»او آغاخان دفتر په مالي لګښت او د سو او وطن مؤسسو په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت له بزګرانو سره د مرستې او د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه د ۲۸۶ شنو خونو د اړینو وسایلو د وېش لړۍ پیل شوه.
د بغلان د کرنې ریاست د ترویج لوی مدیر عبدالله نیازي وايي، دغه شنې خونې په مرکز پلخمری، دهنه غوری، بغلان مرکزی، دوشی، بنو ، ده صلاح ، نهرین، برکه او ګذرګاه نور ولسوالیو کې پر بزګرانو وېشل کېږي، څو هغوی وکولای شي د کال په بېلابېلو موسمونو، په ځانګړي ډول د ژمي او اوړي پر مهال، د خپلو اړتیا وړ کرنیزو محصولاتو او بېلابېلو سبو کښت او تولید وکړي.
نوموړی زیاتوي، د شنو خونو د وسایلو د وېش موخه د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د خوراکي خوندیتوب پیاوړتیا ده.
بلخوا، د کروندګرو په استازیتوب حاجي عبدالغفار او حاجي عصمت الله امیني د دې بهیر هرکلی کوي او وايي، د شنو خونو د وسایلو وېش به د بزګرانو پر وړاندې ګڼې کرنیزې ستونزې راکمې کړي او هغوی ته به د کال په ټولو فصلونو کې د سبزیجاتو د کرکېلې زمینه برابره کړي.
د دوی په وینا، د شنو خونو په جوړولو سره به کروندګر وکولای شي د موسمي بدلونونو له اغېزو سره مقابله وکړي، خپل کرنیز تولیدات زیات کړي او د کورنیو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د شنو خونو جوړول او د اړینو وسایلو برابرول د کرنیز تولید د ودې، د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا او په بازار کې د تازه سبو د دوامدار شتون لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو زېرمتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۱۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د شاکابل په سیمه کې د اوبو یو زېرمتون، چې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، د ملګرو ملتونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

بغلان کې بزګرانو ته لسګونه شنې خونې جوړېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
 د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»او آغاخان دفتر په مالي لګښت او د سو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له لوري، د کرنې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه د نورګرام، کامدېش او وانټ ولسوالیو کې د غنمو. . .

بازگشت