پکتیکا کې ۱۲۰ بزګرانو ته د کمپوسټ جوړولو کیټونه ووېشل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۲۷
پکتیکا کې ۱۲۰ بزګرانو ته د کمپوسټ جوړولو کیټونه ووېشل شول


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له خوا د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او د یوسف‌خېلو، خیرکوټ او اورګون ولسوالیو په ۱۵ واټرشیډونو پورې اړوندو کلیو کې د بزګرانو د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د کمپوسټ جوړولو کیټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
یاده پروژه، چې په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه‌والي او د زیانمنو وګړو د ظرفیت لوړولو په موخه پلې کېږي، د خپلو فعالیتونو په لړ کې یې دا ځل د عضوي سرو د تولید او کارونې د دودولو لپاره له بزګرانو سره مرسته کړې ده.
د دې پروګرام په لومړي پړاو کې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او د یوسف‌خېلو ولسوالی کې ۶۴ تنو بزګرانو ته د کمپوسټ جوړولو کیټونه ووېشل شول او د کمپوسټ د تولید لپاره ورته معیاري ځایونه هم جوړ شول.
هر یوه بزګر ته په ورکړل شوې کڅوړه کې یوه کراچۍ، یوه دانه د غلبیل جال، دوه د هوا ایستلو پایپونه، شپږ متره پلاستیک، یوه بیلچه، یوه د ښاخۍ (څلورښاخه) وسیله، یو د اوبو شیندلو لوښی، دوه ټوټې ماسکونه، لس کیلوګرامه یوریا سره او یوه جوړه دستکشې.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې ۵۶ نورو بزګرانو ته هم د خیرکوټ ولسوالی په کچه ۳۲ او د اورګون ولسوالی په کچه ۲۴ د کمپوسټ جوړولو کیټونه ووېشل شي او د کمپوسټ تولید لپاره ورته معیاري ځایونه چمتو شي. په دې سره به په ټولیز ډول ۱۲۰ تنه بزګران له یادو وسایلو او اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د معلوماتو له مخې، د هر کمپوسټ جوړولو کیټ بیه ۲۱ زره او ۶۶۶ افغانۍ ده، چې د ۱۲۰ کڅوړو ټولیز اټکلیز ارزښت دوه میلیونه، ۵۹۹ زره او ۹۲۰ افغانیو ته رسېږي.
د دې فعالیت اساسي موخه د کیمیاوي سرو پر ځای د عضوي سرو، په ځانګړي ډول کمپوسټ، د کارونې دودول، د بزګرانو د کرنیزو لګښتونو راکمول او د دوامدارې کرنې پراختیا ده.
بزګران به وکولای شي د خپلو کرنیزو پاتې‌شونو او نورو عضوي موادو په کارولو سره په دوامداره توګه کمپوسټ تولید کړي او د خپلو کروندو، بڼونو او نورو کرنیزو ځمکو لپاره ترې ګټه واخلي.
د کمپوسټ کارول نه یوازې د خاورې کیفیت او حاصل‌خېزي ښه کوي، بلکې د ځمکې د عضوي موادو کچه هم لوړوي، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په زیاتوالي کې مرسته کوي او بزګرانو ته زمینه برابروي چې په لږو لګښتونو سره ښه کرنیز عواید ترلاسه کړي.
همدارنګه، د مرستې ترلاسه کوونکو بزګرانو د یادو وسایلو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د کمپوسټ جوړولو لپاره د وسایلو او معیاري ځایونو برابرول به ورسره مرسته وکړي چې خپلې کرنیزې پاتې‌شونې په ګټورو عضوي سرو بدلې او د کرنیزو ځمکو د حاصل‌خېزۍ د ښه‌والي لپاره ترې استفاده وکړي.
تمه ده چې د دې پروګرام په بشپړېدو سره به ۱۲۰ تنه بزګران د کمپوسټ د تولید او کارونې عملي وړتیا ترلاسه کړي، د کیمیاوي سرو پر کارونې به تکیه راکمه، د خاورې کیفیت به ښه او د بزګرانو د کرنیزو تولیداتو او اقتصادي عوایدو د زیاتوالي لپاره به زمینه برابره شي.
دغه نوښت به د دوامدارې کرنې، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د بزګرانو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې مثبت او اغېزمن رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو زېرمتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۱۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د شاکابل په سیمه کې د اوبو یو زېرمتون، چې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، د ملګرو ملتونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

بغلان کې بزګرانو ته لسګونه شنې خونې جوړېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
 د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»او آغاخان دفتر په مالي لګښت او د سو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له لوري، د کرنې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه د نورګرام، کامدېش او وانټ ولسوالیو کې د غنمو. . .

بازگشت