د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د عیدګاه په سیمه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته په رسمي ډول ولېږدول شوه.
د کرنې وزارت د ځمکو د لېږد او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د یوه ګډ تخنیکي پلاوي په حضور کې د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې یاد ریاست له دې ځمکې څخه د یوې دیني مدرسې د جوړولو لپاره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د امارتي ځمکو د قانوني او اداري چارو د تنظیم او د اړوندو ادارو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه خپلې چارې ترسره کوي. څو میاشتې وړاندې هم د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د کندهار ولایت په دامان ولسوالی کې ۲.۵ جریبه امارتي ځمکه د امارتي شرکتونو ریاست د ودانۍ جوړولو په موخه یاد ریاست ته لېږدول شوې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۱۹
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېشل لړی پیل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کرنې،ابو لګولو او مالدارۍ وزارت پراختیایی بودجې څخه د دی ولایت مرکز اړوند او فراه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

هلمند کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د واکسین کمپاینونه روان دي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د دغه ولایت په ناوې او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراختیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

لغمان کې ۳۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۰۰ زره غټو. . .

بازگشت