نشست آنلاین معین زراعت و مالداری با معاون وزیر جهاد کشاورزی ایران برگزار شد

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۸:۵۰
نشست آنلاین معین زراعت و مالداری با معاون وزیر جهاد کشاورزی ایران برگزار شد

۱۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست آنلاین میان مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، داکتر غلام‌رضا گل‌محمدی، معاون وزیر جهاد کشاورزی و رئیس سازمان تحقیقات، آموزش و ترویج کشاورزی ایران و علیرضا بیکدلی، سفیر ایران در افغانستان، با حضور متخصصان فنی دو کشور برگزار شد.
در این نشست، پیرامون گسترش همکاری‌های مشترک در بخش زراعت، انتقال دانش و تجارب فنی، آموزش‌های مسلکی، جذب سرمایه‌گذاری، توسعه باغداری، حل مشکلات قرنطینه نباتی و حیوانی و تسریع روند تطبیق تفاهم‌نامه‌های مشترک میان دو کشور بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
دو طرف همچنان بر فراهم‌سازی تسهیلات لازم برای سرمایه‌گذاران افغان و ایرانی در بخش‌های تولید محصولات زراعتی و مرغداری و نیز رفع چالش‌های موجود در بخش قرنطینه نباتی و حیوانی تأکید کردند.


د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیال سره آنلاین غونډه وکړه
۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیال او د کرنیزو څېړنو، روزنې او ترویج ادارې له رییس ډاکټر غلام‌رضا ګل‌محمدي او په افغانستان کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره، د دواړو هېوادونو د تخنیکي متخصصینو په ګډون، آنلاین غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د علمي پوهې او تخنیکي تجربو پر لېږد، د مسلکي زده‌کړو پر برابرولو، د پانګونې پر جلبولو، د بڼوالۍ پر پراختیا، د نباتي او حیواني قرنطین د ستونزو پر حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شویو ګډو هوکړه‌لیکونو د پلي کېدو بهیر پر چټکتیا خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو د تولید او چرګانو د روزنې په برخو کې افغان او ایراني پانګوالو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو او د نباتي او حیواني قرنطین په برخه کې د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون پرانیستل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون، د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد» تر شعار لاندې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

هلمند کې د طبق ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسیناسیون کمپاین پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا آمریت له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک: د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون

ټاکل شوې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد » تر شعار لاندې د ۱۴۰۵ ام کال. . .

بازگشت