رسنیز بلنلیک: د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځهدېرشم نندارتون
ټاکل شوې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځهدېرشم نندارتون د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد » تر شعار لاندې د ۱۴۰۵ ام کال د لړم له ۱۳ تر ۱۶ مې نېټې پورې د کابل د بادام باغ څېړنیز فارم کې په لاره واچول شي. یاد نندارتون د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو او د ملي او نړۍوالو بنسټونو د استازو په شتون کې پرانیستل کېږي.
په همدې موخه د رسنیو له درنو استازو په ډېر درنښت هیله کېږي، چې ددې برنامې په خبرې پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.
وخت: د ۱۴۰۵ام کال د لړم ۱۳ مه، څلورنۍ له غرمې مخکې ۸:۳۰ دقیقې
ځای: کابل، اوولسمه امنیتي حوزه، د بادام باغ څېړنیز فارم
ویناوال: د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء مرستیالان، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولو عطاء عمري او اړوندو چارواکو.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۸۸۶۰۳۵۷ -۰۷۰۰۵۶۶۵۹۴
