د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پنځه دېرشم نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د دغه نندارتون د جوړېدو د کمېټو د رییسانو په ګډون، د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کمېټو رییسانو د نندارتون د جوړېدو د څرنګوالي، اړینو همغږیو او د نندارتون د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه د لارو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او خپل وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.
مولوي صدراعظم عثماني د دغه نندارتون د هر اړخیزې ښېګڼې او بریالي ترسره کېدو په ټینګار سره، د کمېټو رییسانو ته لارښوونه وکړه، چې د نندارتون د لا بډاینې او بریالیتوب په موخه په پوره دقت او تمرکز سره هڅې وکړي او په دې برخه کې فعاله او اغېزناکه ونډه واخلي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د نندارتون د جوړېدو د کمېټې له هرې غړې ادارې څخه دې یو تن د کابل په بادامباغ کې د نندارتون د سیمې د ارزونې په موخه وګومارل شي، څو په سیمه کې د خپلو لیدنو پر مهال شته نیمګړتیاوې او ستونزې په ګوته او راپور یې د نندارتون د جوړېدو له مسؤلینو سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه دېرشم نندارتون د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادامباغ کې جوړېږي.
