د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
Sun, Nov 01 2026 10:08 AM
نشست هماهنگی برای برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پنځه دېرشم نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د دغه نندارتون د جوړېدو د کمېټو د رییسانو په ګډون، د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کمېټو رییسانو د نندارتون د جوړېدو د څرنګوالي، اړینو همغږیو او د نندارتون د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه د لارو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او خپل وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.
مولوي صدراعظم عثماني د دغه نندارتون د هر اړخیزې ښېګڼې او بریالي ترسره کېدو په ټینګار سره، د کمېټو رییسانو ته لارښوونه وکړه، چې د نندارتون د لا بډاینې او بریالیتوب په موخه په پوره دقت او تمرکز سره هڅې وکړي او په دې برخه کې فعاله او اغېزناکه ونډه واخلي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د نندارتون د جوړېدو د کمېټې له هرې غړې ادارې څخه دې یو تن د کابل په بادام‌باغ کې د نندارتون د سیمې د ارزونې په موخه وګومارل شي، څو په سیمه کې د خپلو لیدنو پر مهال شته نیمګړتیاوې او ستونزې په ګوته او راپور یې د نندارتون د جوړېدو له مسؤلینو سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه دېرشم نندارتون د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې جوړېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS