ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نغدي مرستې ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، دغه مرستې دره نور، اچین، سپین غر، هسکې مېنې، روداتو، نازیانو او بټي کوټ ولسوالیو هغو ټاکل شویو بزګرانو ته ورکړل شوې، چې د غنمو ننداریزې کروندې به جوړوي.
د نوموړي په وینا، هر بزګر ته د یوه جریب ځمکې لپاره ۱۶ کیلوګرامه د «نصرت »نوعه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او د ځمکې د نرمکارۍ په موخه زر افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې دي.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې د غنمو د ننداریزو کروندو موخه د اصلاح شویو تخمونو او نویو کرنیزو میتودونو دودول، د بزګرانو پوهاوی لوړول او د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی دی. نوموړي وویل، د کرنې وزارت او همکارې مؤسسې هر کال بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل برابروي، څو د کرنې په برخه کې د غوره لارو چارو په پلي کولو سره د تولید کچه لوړه او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

بادغیس کې پر ۷۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «هلپ جرمني» او «رازي» مؤسسو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۲۶
Background image

بغلان کې یوشمېر بزګران او زده کړیالان د شنوخونو په برخه کې وروزل شول

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د شنو خونو د نوې کرنې د ترویج او د بزګرانو د تخنیکي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۲۰. . .

بازگشت