ولسمشر: د همېشه بهار سمسورتیا ته لا ډېره پاملرنه وکړئ

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱۹
 ولسمشر: د همېشه بهار سمسورتیا ته لا ډېره پاملرنه وکړئ

۱۳ کب ۱۳۹۸
د هېواد ولسمشر محمداشرف غني نن (سې شنبې د کب ۱۳مه) د یو لوړ پوړي پلاوي په مشری ننګرهار ته رسېدلی.
ښاغلي غني سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې مشر، دملي امنيت سلاکار، يو شمير وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ملتيا لري.
جمهور رییس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته په رسېدو سره سم په داسې حال کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی یې هم ملتیا کوله د ننګرهار ولايت مقام کې په خپل لاس نيالګی کېنوه.
ښاغلی غني ددې ولایت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د همېشه بهار ننګرهار سمسورتیا ته دې لا ډېره پاملرنه وکړي.
باید وویل شي، چې د ولسمشر له خوا د کب ۲۰ مه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده، چې په ترڅ کې به یې په ټول هېواد کې سلګونه زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۲۶
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

بازگشت