د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱
د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتني او پرېکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره شوه، چې د دې کمپاین په ترڅ کي یي د یادې ولسوالی په ۶مه ناحیه کي د ځنګلي بوټو د پریکولو او ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.

 د کندهار دکرنې ریاست چارواکي؛ چي یو تن غوښتل د یوه عراده موټر په وسیله یاد بوټي په غیرقانوني ډول لومړي پرې کړي او وروسته یي انتقال کړي، چي په وړاندي یې اقدام شوی او د ناقانونه انتقال مخه یي نیول شوې ده. د یادي ولسوالی مسؤلین زیاتوي، چې په یاده ولسوالی کي به هیڅ چاته اجازه ورنه کړل شي، چي ملي شتمني تخریب د په غیري قانوني ډول وکاروي. او ترڅنګ یې ډاډ ورکوي، چې راتلونکي کي به هم دې ورته کمپاینونه دوام ولري.

د یادوني وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کي د طبیعي بوټو د ناقانونه انتقال په وړاندي جدي هڅې کړي، ترڅو د  کندهار ټولو ولسوالیو کي د طبیعي او ملي شتمني څخه په ښه توګه ساتنه وشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت