د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل
۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو ایران ته د افغانستان د تخنیکي پلاوي د سفر، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا او ایران ته د افغانستان د غوښې او مالوچو د صادراتو په اړه نظرونه سره شریک کړل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال په مشرۍ، د خصوصي سکتور د استازو په ګډون یو تخنیکي پلاوی جوړ شوی او ټاکل شوې، چې دغه پلاوی په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي او د دغه هېواد له تخنیکي مسؤلینو او د خصوصي سکتور له استازو سره لیدنې او خبرې وکړي. نوموړي همداراز له ایران سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته د افغانستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.
بلخوا، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ظرفیتونه د همکاریو او پانګونې لپاره مناسب وبلل او ویې ویل، چې د ایران خصوصي سکتور او د دغه هېواد د کرنې جهاد وزارت چمتو دي، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ او همداراز په هېواد کې د نساجۍ فابریکو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
