کندهار کې له ۹ زرو څخه ډېرو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د دودولو او د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت په نهو ولسوالیو کې ۹ زره او ۱۵۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» مالي ملاتړ او د کندهار کډوالو مؤسسې «کېآراو»په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې ۹ زره او ۱۵۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د معلوماتو له مخې، په دې لړ کې له ۶ زرو بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د پېرلو په برخه کې ۵۰ سلنه مالي مرسته شوې او له ۳ زره او ۱۵۰ نورو بزګرانو سره سل سلنه مرسته شوې ده.
د یادې مرستې له مخې، د ډنډ، دامان، ارغنداب او لوړ میوند ولسوالیو په هره یوه کې له ۱۵۰۰ بزګرانو، د نېش، میانشین، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو په هره یوه کې له ۵۰۰ بزګرانو او د کښته میوند ولسوالی له ۱۱۵۰ بزګرانو سره مرسته شوې ده. هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره وېشل شوې ده.
د دې مرستې موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د هغوی د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د کارونې پراختیا، د معیاري کرنیزو طریقو دودول او د لږې کرنیزې ځمکې څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کولو ته زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په همغږۍ او د یاد سازمان په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او څلورو ولسوالیو له ۱۶۵ بزګرانو سره د اصلاح شویو ماشو د تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته شوې وه.
