د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال غزني کې د کرنې ریاست چارې وارزولې؛ د شفافیت، اداري مسؤلیت او د عشر او زکات د منظم تنظیم پر پیاوړتیا ټینګار
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د عشر او زکات له لوی رییس مفتي ندا محمد ندیم او مل پلاوي سره غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب سره وکتل.
د لیدنې په پیل کې د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د دولتي ادارو د مسؤلیتونو، د اداري نظم او د چارو د اغېزمن ترسره کېدو پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل، د ادارې هر کارکوونکی ځانګړې دنده او مسؤلیت لري او اړینه ده چې خپلې سپارل شوې دندې په صداقت، امانتدارۍ، ژمنتیا او مسؤلیتپالنې سره ترسره کړي، ترڅو د ادارې چارې په معیاري او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي او خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.
وروسته په غونډه کې د عشر او زکات د راټولولو پر میکانیزم، د شفافیت د تأمین، د عوایدو د منظم تنظیم او د چارو د لا ښه مدیریت په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. همدارنګه هغو کرنیزو ځمکو ته هم کتنه وشوه، چې د مخابراتي شرکتونو د ټیلیفوني ستنو تر پوښښ لاندې راغلي دي. په دې برخه کې د دغو ځمکو د قانوني وضعیت، مدیریت او اړوندو اجراآتو په اړه د نظرونو تبادله وشوه او د نافذه اصولو له مخې د چارو د تنظیم پر اړتیا ټینګار وشو.
د غونډې په پای کې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د وزارت د رهبرۍ له دوامدارې همکارۍ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د غزني د کرنې ریاست به خپلې ټولې اداري، مالي او تخنیکي چارې د نافذه قوانینو، مقرراتو او د وزارت د لارښوونو سره سم، په پوره ژمنتیا، شفافیت او مسؤلیت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال دا ولایتي سفر د اداري اصلاحاتو، د مالي شفافیت، د عوایدو د منظم مدیریت او د وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوی، چې تمه کېږي د چارو د اغېزمنتیا او د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د ولایتونو له کرنیزو ریاستونو سره د همغږۍ، د اداري چارو د ښه والي، د شفافیت د تأمین او د عوایدو د منظم مدیریت په موخه خپلې ولایتي لیدنې دوامدارې ساتلي دي. د دغو سفرونو موخه د چارو ارزونه، د ستونزو هوارول او د وزارت د پالیسۍ او لارښوونو د اغېزمن تطبیق لپاره د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ لا پیاوړتیا ده.
