د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال غزني کې د کرنې ریاست چارې وارزولې؛ د شفافیت، اداري مسؤلیت او د عشر او زکات د منظم تنظیم پر پیاوړتیا ټینګار

mail-admin
Wed, Aug 05 2026 8:59 AM
معین مالی و اداری وزارت زراعت امور ریاست زراعت غزنی را بررسی کرد؛ تأکید بر شفافیت اداری، مسئولیت‌پذیری و تقویت تنظیم منظم عشر و زکات

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د عشر او زکات له لوی رییس مفتي ندا محمد ندیم او مل پلاوي سره غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب سره وکتل.
د لیدنې په پیل کې د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د دولتي ادارو د مسؤلیتونو، د اداري نظم او د چارو د اغېزمن ترسره کېدو پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل، د ادارې هر کارکوونکی ځانګړې دنده او مسؤلیت لري او اړینه ده چې خپلې سپارل شوې دندې په صداقت، امانتدارۍ، ژمنتیا او مسؤلیت‌پالنې سره ترسره کړي، ترڅو د ادارې چارې په معیاري او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي او خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.
وروسته په غونډه کې د عشر او زکات د راټولولو پر میکانیزم، د شفافیت د تأمین، د عوایدو د منظم تنظیم او د چارو د لا ښه مدیریت په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. همدارنګه هغو کرنیزو ځمکو ته هم کتنه وشوه، چې د مخابراتي شرکتونو د ټیلیفوني ستنو تر پوښښ لاندې راغلي دي. په دې برخه کې د دغو ځمکو د قانوني وضعیت، مدیریت او اړوندو اجراآتو په اړه د نظرونو تبادله وشوه او د نافذه اصولو له مخې د چارو د تنظیم پر اړتیا ټینګار وشو.
د غونډې په پای کې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د وزارت د رهبرۍ له دوامدارې همکارۍ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د غزني د کرنې ریاست به خپلې ټولې اداري، مالي او تخنیکي چارې د نافذه قوانینو، مقرراتو او د وزارت د لارښوونو سره سم، په پوره ژمنتیا، شفافیت او مسؤلیت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال دا ولایتي سفر د اداري اصلاحاتو، د مالي شفافیت، د عوایدو د منظم مدیریت او د وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوی، چې تمه کېږي د چارو د اغېزمنتیا او د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د ولایتونو له کرنیزو ریاستونو سره د همغږۍ، د اداري چارو د ښه والي، د شفافیت د تأمین او د عوایدو د منظم مدیریت په موخه خپلې ولایتي لیدنې دوامدارې ساتلي دي. د دغو سفرونو موخه د چارو ارزونه، د ستونزو هوارول او د وزارت د پالیسۍ او لارښوونو د اغېزمن تطبیق لپاره د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ لا پیاوړتیا ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS