د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست لهخوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه
۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رییس انجنیر فرید اللّٰه شرفمل ګډون درلود؛ د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست لهخوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍلوی رياست لهخوا ياد شرکت ته هرات ولايت ګذرې ولسوالی کې په ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې د څلوېښت میګاواټه او همدارنګه په يادې ولسوالی کې په ۵۰ جريبه ځمکه باندې د پنځه میګاواټه سولري برېښنا د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رییس انجنیر فرید اللّٰه شرفمل ترمنځ لاسلیک شو.
