د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه 

mail-admin
Thu, Jun 11 2026 10:21 AM
زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به شرکت برشنا انتقال شد

۲۱ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رییس انجنیر فرید اللّٰه شرفمل ګډون درلود؛ د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست له‌خوا برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه. 
ياده ځمکه د کرنې وزارت د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍلوی رياست له‌خوا ياد شرکت ته هرات ولايت ګذرې ولسوالی کې په ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې د څلوېښت میګاواټه  او همدارنګه په يادې ولسوالی کې په ۵۰ جريبه ځمکه باندې د پنځه میګاواټه سولري برېښنا د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د برېښنا شرکت د پانګه اچونې د همغږۍ رییس انجنیر فرید اللّٰه شرفمل ترمنځ لاسلیک شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS