خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس اړوند توکي او تجهیزات ووېشل شول.
دغه مرسته د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ او د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ ترسره شوې، چې موخه یې د حرفوي مهارتونو پراختیا، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ او د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د پروګرام د معلوماتو له مخې، له ټولو مستفیدینو څخه ۱۲ تنه د خیاطۍ په برخه او ۳ تنه د لبنیاتو پروسس په برخه کې شامل وو، چې د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره ورته اړین وسایل او تجهیزات ورکړل شول.
د خیاطۍ برخې مستفیدینو ته د خیاطۍ ماشینونه، اورلاک ماشینونه، د ګلدوزۍ ماشینونه، برقي اوتوګان، المارۍ، میزونه، چوکۍ او نور اړین توکي ووېشل شول، چې په ټولیز ډول ۳۲ قلمه تجهیزات جوړوي.
همدارنګه د لبنیاتو پروسس برخې مستفیدینو ته فریزرونه، یخچالونه، د غواګانو د لوشلو ماشینونه، المارۍ، میزونه او نور اړوند وسایل ورکړل شول، چې ټولټال ۲۵ قلمه تجهیزات پکې شامل دي.
د وسایلو د وېش په مراسمو کې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، د پلان او برنامو مسؤل اجمل قاسمي، د اقتصاد ریاست د نظارت آمر شفیق ځلاند او د بېلابېلو سکتوري ادارو استازو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال د کرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب د پروژې موخې او ارزښت تشریح کړ او مستفیدینو ته یې سپارښتنه وکړه چې له ورکړل شویو وسایلو څخه په سمه، اغېزمنه او دوامداره توګه استفاده وکړي، څو وکولای شي د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او راتلونکې کې نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي د «اکشن اېډ» مؤسسې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به هم ورته پروژې دوام ومومي، څو لا زیاتې اړمنې کورنۍ اقتصادي پیاوړتیا ترلاسه کړي.
بلخوا د خوست د اقتصاد ریاست د نظارت آمر شفیق ځلاند د دغې برنامې اهمیت وستایه او ویې ویل، چې دا ډول پروژې د بېوزلۍ په کمښت، د حرفوي مهارتونو په لوړولو او د خلکو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري. هغه له مستفیدینو وغوښتل چې د وسایلو ساتنې او سالمې استفادې ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او حرفوي مهارتونو د پراختیا ورته پروګرامونه دوام لري، چې موخه یې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کول او د کارموندنې فرصتونو پراخول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت