خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
Mon, May 25 2026 4:16 PM
خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس اړوند توکي او تجهیزات ووېشل شول.
دغه مرسته د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ او د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ ترسره شوې، چې موخه یې د حرفوي مهارتونو پراختیا، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ او د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د پروګرام د معلوماتو له مخې، له ټولو مستفیدینو څخه ۱۲ تنه د خیاطۍ په برخه او ۳ تنه د لبنیاتو پروسس په برخه کې شامل وو، چې د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره ورته اړین وسایل او تجهیزات ورکړل شول.
د خیاطۍ برخې مستفیدینو ته د خیاطۍ ماشینونه، اورلاک ماشینونه، د ګلدوزۍ ماشینونه، برقي اوتوګان، المارۍ، میزونه، چوکۍ او نور اړین توکي ووېشل شول، چې په ټولیز ډول ۳۲ قلمه تجهیزات جوړوي.
همدارنګه د لبنیاتو پروسس برخې مستفیدینو ته فریزرونه، یخچالونه، د غواګانو د لوشلو ماشینونه، المارۍ، میزونه او نور اړوند وسایل ورکړل شول، چې ټولټال ۲۵ قلمه تجهیزات پکې شامل دي.
د وسایلو د وېش په مراسمو کې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب، د پلان او برنامو مسؤل اجمل قاسمي، د اقتصاد ریاست د نظارت آمر شفیق ځلاند او د بېلابېلو سکتوري ادارو استازو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال د کرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب د پروژې موخې او ارزښت تشریح کړ او مستفیدینو ته یې سپارښتنه وکړه چې له ورکړل شویو وسایلو څخه په سمه، اغېزمنه او دوامداره توګه استفاده وکړي، څو وکولای شي د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او راتلونکې کې نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي د «اکشن اېډ» مؤسسې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به هم ورته پروژې دوام ومومي، څو لا زیاتې اړمنې کورنۍ اقتصادي پیاوړتیا ترلاسه کړي.
بلخوا د خوست د اقتصاد ریاست د نظارت آمر شفیق ځلاند د دغې برنامې اهمیت وستایه او ویې ویل، چې دا ډول پروژې د بېوزلۍ په کمښت، د حرفوي مهارتونو په لوړولو او د خلکو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري. هغه له مستفیدینو وغوښتل چې د وسایلو ساتنې او سالمې استفادې ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او حرفوي مهارتونو د پراختیا ورته پروګرامونه دوام لري، چې موخه یې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کول او د کارموندنې فرصتونو پراخول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS