ننګرهار کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۱
ننګرهار کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو


۱۶ سلواغه ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیواېښودو کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې څه باندې دوه میلیونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کېښودل شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایي، چې سږ د ننګرهار د کرنې ریاست، کانال کرنیز شرکت، د نیالګیو روزنې ټولنې او ازادو قوریه لرونکو له خوا ۴۱۵ زره او ۳۲۵ مېوه لرونکي، یو میلیون او ۲۷۴ زره او ۹۳۴ بې مېوې نیالګي، ۳۱۰ زره او ۳۵۰ زینتي نیالګي، چې ټول یې «دوه میلیونه او ۶۰۶» نیالګي کیږي روزل شوي دي.
د ښآغلي بهسودي په خبره له دې ډلې ۲۰۱ زره او ۶۱۸ نیالګي یې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په قوریو کې تولید شوي، چې د طرزالعمل او لایحې مطابق به یې دولتي ځایونو، عامه المنفعه سیمو، ښوونځیو او مدرسو ته د قید او جمع نه وروسته د ګډ پلاوي په شتون کې ووېشل شي.
نوموړی ډاډ څرګند کړ چې د نیالګیو تر وېشلو وروسته د ساتنې په موخه د ولایت مقام په مشرۍ د چاپېریال ساتنې او شاروالۍ ادارو سره په ګډه ځانګړی میکانیزم جوړ کړي ترڅو په سمه توګه د نیالګیو ساتنه وشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت