د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو
۵ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د کابل د بادامباغ په څېړنیز فارم کې ترسره شو.
دا پروګرام د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې په همکارۍ جوړ شوی و، چې موخه یې د سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول، د شرکتونو ترمنځ د اړیکو پراخول او د قراردادونو او هوکړهلیکونو د لاسلیک زمینه برابرول وه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال حاجي میرویس حاجيزاده، یو شمېر رییسان، د کرنې او مالدارۍ سکتور سلاکاران او د کورنیو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دې پروګرام په پایله کې د ګډون کوونکو شرکتونو ترمنځ ۹ قراردادونه او هوکړهلیکونه د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت لاسلیک شول، چې د تولید، پروسس، بستهبندۍ او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د عرضې برخې پکې شاملې دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې پروګرام کې د نندارتون او د «بي۲بي» ناستو د جوړېدو موخه د محصولاتو بازارموندنه، د کورنیو تولیداتو پېژندنه، د صادراتو لپاره زمینه برابرول او د سوداګرو ترمنځ نږدېوالی وباله. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه کولی شي د کرنیز اقتصاد په وده، د پانګونې په جذب او د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په دوام کې د شرکتونو استازو د دې پروګرام له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه، قراردادونه او د همکارۍ هوکړهلیکونه یې لاسلیک کړل او د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا لپاره یې د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
یاد پروګرام د کرنیزو او مالدارۍ نندارتون د فعالیتونو یوه برخه وه، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د تولیدوونکو او بازار ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه ترسره شوی و.
