د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

user-admin
Sat, Apr 25 2026 5:20 PM
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې ترسره شو.
دا پروګرام د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې په همکارۍ جوړ شوی و، چې موخه یې د سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول، د شرکتونو ترمنځ د اړیکو پراخول او د قراردادونو او هوکړه‌لیکونو د لاسلیک زمینه برابرول وه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال حاجي میرویس حاجي‌زاده، یو شمېر رییسان، د کرنې او مالدارۍ سکتور سلاکاران او د کورنیو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دې پروګرام په پایله کې د ګډون کوونکو شرکتونو ترمنځ ۹ قراردادونه او هوکړه‌لیکونه د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت لاسلیک شول، چې د تولید، پروسس، بسته‌بندۍ او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د عرضې برخې پکې شاملې دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې پروګرام کې د نندارتون او د «بي۲بي» ناستو د جوړېدو موخه د محصولاتو بازارموندنه، د کورنیو تولیداتو پېژندنه، د صادراتو لپاره زمینه برابرول او د سوداګرو ترمنځ نږدېوالی وباله. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول پروګرامونه کولی شي د کرنیز اقتصاد په وده، د پانګونې په جذب او د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په دوام کې د شرکتونو استازو د دې پروګرام له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه، قراردادونه او د همکارۍ هوکړه‌لیکونه یې لاسلیک کړل او د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا لپاره یې د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
یاد پروګرام د کرنیزو او مالدارۍ نندارتون د فعالیتونو یوه برخه وه، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د تولیدوونکو او بازار ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه ترسره شوی و.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS