خوست کې د نويو چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام مثبتې پایلې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
خوست کې د نويو چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام مثبتې پایلې 

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د اوبو د اغېزمن مدیریت په لړ کې خپلې هڅې لا چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې د خوست ولایت په صبریو، باک او ځاځي میدان ولسوالیو کې شپږ نوي جوړ شوي چکډېمونه په بریالیتوب سره له اوبو ډک شوي دي.
یاد چکډېمونه د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري له پیل څخه تر پای پورې په معیاري ډول تطبیق شوي، چې د سیمې د اوبو د مهار او تنظیم په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو چکډېمونو جوړېدل نه یوازې د اوبو د اغېزمن مدیریت لامل ګرځي، بلکې د ځمکنيو اوبو د سطحې په لوړولو، د خاورې د تخریب په مخنیوي، د نباتي پوښښ په پراختیا او د مالدارۍ په وده کې هم اساسي رول لري. همداراز، دا پروژې د شنو سیمو د زیاتوالي، د چاپېریال د ښکلا، د تفریحي سیمو د رامنځته کېدو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ټولنې د مقاومت د لوړولو لامل ګرځي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ټینګار کوي، چې د خوست ترڅنګ د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د اوبو مدیریت د پیاوړتیا په موخه ورته چکډېمونه جوړ شوي او یا تر کار لاندې دي، چې تر دې دمه یې مثبتې او اغېزمنې پایلې ورکړې دي.

پر شدن ‌های جدید در خوست؛ نتایج مثبت برنامه مدیریت آب وزارت زراعت
۲۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در راستای مدیریت مؤثر آب در سطح کشور، تلاش‌های خود را بیشتر تسریع بخشیده است. در همین چارچوب، شش  تازه اعمارشده در ولسوالی‌های صبری، باک و ځاځي میدان ولایت خوست، با موفقیت از آب پر شده‌اند.
این ‌ها تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست و توسط تیم‌های مسلکی و تخنیکی آمریت منابع طبیعی، از آغاز تا انجام به‌گونه معیاری تطبیق گردیده‌اند که گام مهمی در راستای مهار و تنظیم آب در این مناطق محسوب می‌شود.
براساس معلومات وزارت زراعت، اعمار این ‌ها افزون بر مدیریت مؤثر آب، در بلند رفتن سطح آب‌های زیرزمینی، جلوگیری از تخریب خاک، توسعه پوشش نباتی و رشد مالداری نقش اساسی دارد. همچنان این پروژه‌ها در افزایش ساحات سبز، زیبایی محیط زیست، ایجاد ساحات تفریحی و تقویت مقاومت جوامع در برابر تغییرات اقلیمی نیز مؤثر دانسته می‌شود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تأکید می‌نماید که در کنار خوست، در شماری از ولایت‌های دیگر کشور نیز ‌های مشابه به‌منظور تقویت مدیریت آب اعمار شده و یا تحت کار قرار دارد که تاکنون نتایج مثبت و قابل ملاحظه‌ای به همراه داشته است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت