د کندهار یوشمېر ولسوالیو کې د ژمني تېلو وقایوکي کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۱
د کندهار یوشمېر ولسوالیو کې د ژمني تېلو وقایوکي کمپاین پیل شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښونه، د کندهار ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت اړوند دبوټو ژغورني او قرنطین مدیریت د مسلکي انجنیرانو له لوري د کندهار په دامان، ارغنداب او شاولیکوټ ولسوالیو کې د ژمي موسم له را رسېدو سره سم د ژمني تېلو ساحوي وقایوي کمپاین پیل شو، چې دا مهال یې چارې روانې دي.
د کندهار دکرنې ریاست د بوټو ژغورني او قرنطین عمومي مدیر انجنیر ذبیح‌الله زیارمل وایي، په دې کمپاین کې کروندګرو ته د ژمني تېلو د جوړولو، استعمال او اغېزمنتیا په اړه عملي او نظري روزنه ورکول کېږي، او ترڅنګ یې کروندګرو ته د افتونو د هر اړخیز کنټرول«ای‌پي‌ام» لارې چارې او میتودونه هم ښودل کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې د دې وقایوي کمپاین پر مهال کروندګرو ته په سیمه کې د بوټو ناروغیو پېژندنه، د مخنیوي لارې چارې او وقایوي تدابیر په عملي ډول تشریح کېږي.
په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو کروندګر د دغو روزنیزو پروګرامونو څخه خوښي څرګندوي او د کندهار د کرنې ریاست څخه مننه کوي، چې ورته دا ډول ګټوري روزنې برابروي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول روزنې د کرنې سکتور د ودې او پراختیا، د بزګرانو د ملاتړ او د وقایوي تدابیرو د پلي کولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو کروندګر په مسلکي ډول وروزل شي او وکولای شي د بڼوالۍ او کرنیزو ځمکو چارې په ښه ډول پر مخ یوسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د. . .

بازگشت